کابل (پژواک، ١٥ ورى ٩٥): د لوړو زده کړو وزارت وايي چې نن له غرمې وروسته يوه نيمه بجه به د کانکور ازموينې پايلې اعلان کړي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند فيصل امين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کانکور پايلې به د ياد وزارت د انټرنيټي پاڼې له لارې اعلان شي.
د ١٣٩٤ لمريز کال د کانکور په ازموينه کې په ټوليز ډول د دوولسمو ټولګيو شاوخوا ٢٠٠ زره فارغانو د هېواد په کچه ګډون کړى دى.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، له دې ډلې شاوخوا ٥٨ زره د لوړو زده کړو په دولتي او شاوخوا ٦٠ زره نور په دولتي نيمه عالي زده کړو موسسو کې جذبېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن