جلال اباد (پژواک،۱۵ وری ۹۴): په ننګرهار ولايت کې زرګونو کسانو د کرکټ د ملي لوبغاړو د بريا نمانځغونډه وکړه.
د کرکټ ملي لوبډلې په شل اوريزو نړيوال جام په لومړي پړاو کې ټولې لوبې وګټلې او د لسو غوره ټيمونو سره په دويم پړاو کې يې له وېسټ اڼډيز څخه لوبه وګټله.
ملي لوبډلې د انګلينډ، سريلانکا او سوېلي افريقا پر وړاندې خپلې لوبې په کم توپير وبايللې؛ خو په نړيواله کچه يې د لوبو ستاينه وشوه.
د کرکټ ملي لوبډله تېره اونۍ په هند کې د نړيوال کپ له لوبو وروسته افغانستان ته راستنه شوه او نن د وري په ۱۵مه يې په ننګرهار ولايت کې په وياړ غونډه جوړه شوې وه.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د جلال اباد ښار د فوټبال په لوبغالي کې د ملي لوبغاړو په وياړ ستاينغونډه کې وويل، د کرکټ وروستۍ بريا په نړيواله کچه د افغانستان نوم وځلاوه.
والي وويل: ((ملي لوبغاړو ډېره ښې لوبې وکړې او نړۍ يې حيرانه کړه، د ننګرهار خلک وياړي چې د خپلو اتلانو د نمانځنې لپاره يې غونډه نيولې ده.))
د کرکټ بورډ اجرايوي رييس شفيق الله ستانکزي وويل، په ننګرهار کې به د کرکټ لپاره يو نوی لوبغالی جوړ کړي.
د هغه په وينا، د راتلونکي لپاره د کرکټ په برخه کې ښه پلانونه لري چې په پلي کېدو به يې کورني کرکټ ته ډېره ګټه ولري.
د غونډې په اوږدو کې د ولايت مقام، ملي او د ولايتي شورا د غړو له لوري د ملي لوبډلې لوبغاړو ته ډالۍ ته ورکړل شوې.
د يادې غونډې په دويمه برخه کې د لوبغاړو په وياړ د موسيقي پروګرام او اورلوبې ترسره شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن