ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې هر کال ١١٢ کسان د ماينونو قرباني کېږي

په افغانستان کې هر کال ١١٢ کسان د ماينونو قرباني کېږي

author avatar
3 Apr 2016 - 16:58
په افغانستان کې هر کال ١١٢ کسان د ماينونو قرباني کېږي
author avatar
3 Apr 2016 - 16:58

کابل (پژواک، ١٥ ورى ٩٥): د تېرو دوه نيمو لسيزو په موده کې  په افغانستان کې شاوخوا ٧٧ سلنه ځاى پر ځاى شوي ماينونه پاک او له منځه وړل شوي، خو بيا هم تر اوسه پورې له ماينونو ١٦٠٠ ډک کلي شته، چې هره مياشت په کې ١١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

 طبيعي پېښو ته د لاسرسي په چارو کې د دولت وزير احمد وېس برمک نن په کابل کې د ماين پاکولوله نړيوالې ورځې څخه د نمانځنې په مراسمو کې د دغه مطلب د څرګندولو ترڅنګ وويل، چې په شا وخوا تېرو دوه نيمو لسيزو کې په ٢٧١٠ کليو او ١١٧ ولسواليو کې له ١٩ مليون ډېر بېلابېل ماينونه له منځه وړل شوي دي.

 د هغه په وينا، په دغه موده کې د ماين پاکولو پر مهال شا وخوا زر ماين پاکوونکي وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي او دغه راز ٥٦٥ ماين پاکوونکي تښتول شوي، خو بيا د قومي مشرانو په منځګړيتوب پرېښودل شوي دي.

 خو هغه زياته کړه، چې اوس هم د هېواد په ٤٢٠٠ بېلابېلو سيمو کې د ٦١١ کيلومټره مربع مساحت سره په ١٥٧٠ کليو کې ماينونه ځاى پر ځاى شوي دي.

 نوموړي زياته کړه، چې افغان حکومت له ماينونو څخه د ټولو سيمو د پاکولو په موخه يو پنځه کلن پلان ترتيب کړى چې د عملي کولو لپاره يې له ٥٥٠ مليون زياتو امريکايي ډالرو ته اړتيا ده.

 

د هغه په وينا، سروې او د ماينونو پاکول، د ماين د خطرونو په اړه پوهاوى، د ماينونو د زېرمو نړول او د ماينونو له قربانيانو سره مرستې؛ د ياد پنځه کلن پلان له عمده موخو څخه بلل کېږي.

 دغه پلان نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ويس برمک او د ماين پاکولو په برخه کې د غيردولتي موسسو د مشرانو تر منځ لاسليک شو.

 برمک، په داسې حال کې چې د ماين پاکولو پروګرامونو په برخه کې د مرستو کچې له راکمېدو يادونه وکړه او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې د دغه پلان د عملي کولو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.

 نوموړي له حکومت هم غوښتنه وکړه چې د ماين پاکونې پروګرامونو ته لومړيتوب ورکړي او د دغو پروګرامونو د عملي کولو په موخه د پيسو د پيدا کولو لپاره هڅې وکړي.

 افغانستان کې د ماين پاکونې پروګرام استازى او د هېواد لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارک بوډن (Mark Bogdan) په دغو مراسمو کې وويل، چې په تېرو دوه نيمو لسيزو کې په افغانستان کې د ماين پاکولو پروګرام بريالي و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.