ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: په سیمه کې د ترهګریزو ډلو ګواښونه پر زیاتېدو دي

کرزى: په سیمه کې د ترهګریزو ډلو ګواښونه پر زیاتېدو دي

author avatar
3 Apr 2016 - 14:57
کرزى: په سیمه کې د ترهګریزو ډلو ګواښونه پر زیاتېدو دي
author avatar
3 Apr 2016 - 14:57

کابل (پژواک، ١٥ ورى ٩٥): د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال، په سيمه او افغانستان کې د تروريزم او وسله والو ډلو د فعاليتونو زياتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له دې ګواښونو سره د مبارزې لپاره يې ګډه همکاري اړينه وبلله.

نوموړي زياته کړه چې د ترهګرۍ او نورو وسله والو ډلو فعاليتونه په سيمه کې د زياتېدو په حال کې دي چې د سيمې امنيت ګواښي.

د بهرنيو چارو وزارت د ياد لوړپوړي چارواکي په وينا، افغانستان د دې پديدې "تروريزم" تر ټولو ستر قرباني دى او په سيمه کې له ترهګرۍ سره مبارزه ګډې همکارۍ ته اړتيا لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نيوکلاس هيسم هم په سيمه کې د ترهګرۍ فعاليتونو زياتېدل د اندېښنې وړ وبلل او زياته يې کړه چې دا ګواښونه د افغانستان او سيمې امنيت ګواښي.

د هيسم په خبره، وسله والې ډلې په افغانستان کې دننه او بهر شتون لري چې له هغوى سره مبارزه ګډې همکارۍ ته اړتيا لري او افغان حکومت په داسې حال کې چې د امنيت ټينګښت په موخه د سولې خبرو اترو ته دوام ورکوي، د يادو ډلو پر وړاندې پوځې انتخاب هم کاروي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاييد کړه، کومې ژمنې چې د اسيا زړه کنفرانس-  اسلام اباد کې شوې دي، بايد عملي شي.

د استانبول بهير، د افغان حکومت په نوښت او د سيمې هېوادونو په ملاتړ د ٢٠١١ کال نومبر کې رامنځته شو چې د اسيا زړه لومړۍ کنفرانس د افغانستان او ترکيې په مشرۍ په استانبول کې جوړ شو.

د اسيا زړه – استانبول پنځم کنفرانس، د تېر کال د ليندۍ په ١٨مه د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د اسيا زړه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون ترسره شو او ټاکل شوې ده چې راتلونکې غونډه يې په هند کې جوړه شي.

افغانستان، اذربايجان، ايران، متحده عربي امارات، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ترکيه، چين، روسيه، سعودي عربستان، قزاقستان، قرغيزستان او هند د اسيا زړه او استانبول پروسې غړي هېوادونه دي.

همداراز د امريکا، انگلستان، فرانسې او المان په ګډون، ١٧ هېوادونه او د ملګرو ملتونو په ګډون ١٢ نړيوال سازمانونه د استانبول له بهير څخه ملاتړ کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.