ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“نړيواله ټولنه دې د ماين پاکولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي”

“نړيواله ټولنه دې د ماين پاکولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي”

author avatar
4 Apr 2016 - 16:47
“نړيواله ټولنه دې د ماين پاکولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي”
author avatar
4 Apr 2016 - 16:47

کابل (پژواک، ١۶ ورى ٩٥): په افغانستان کې د (اېم ډي سي) په نوم د ماين  پاکولو مرکز له نړيوالې ټولنې د ماين پاکۍ په برخه کې له افغانستان سره د مرستې  او له افغان دولته  د ماين پاکانو لپاره د تقاعدي غوښتنه وکړه.

د ياد مرکز مشر محمدشهاب حکيمي د ماين پاکولو د نړيوالې ورځې (د اپرېل څلورمې) په مناسبت په کابل کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د ماين پاکولو موسسې د بوديجې د کمښت له ستونزې سره مخې دي.

دى وايي چې تر اوسه هم  د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په څه باندې ٦٠٠ کيلومتره مربع ځمکه کې ماينونه شته چې  هره مياشت په کې ١١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوړي، خو د پاکولو لپاره يې مالي امکانات لږ دي.

ده له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماينونو پر وړاندې د مبارزې د څانګې مشر جفري مکموردونتس (Jeffrey Mcmurdonmts) په دې ناسته کې وويل: "ماين د بشريت پټ دښمن دی او نړيوالې ټولنې ژمنه کړې تر څو چې په افغانستان کې ماينونه نه وي خلاص شوي خپلو مرستو ته به  دوام ورکړي، تاسو ډاډه اوسئ چې موږ په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د  طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې،  حکومت له ماينونو څخه د ټولو سيمو د پاکولو په موخه  پنځه کلن پلان جوړ کړى چې د عملي کولو لپاره يې له ٥٥٠ ميليونو زياتو امريکايي ډالرو ته اړتيا ده.

د  شهاب حکيمي د معلوماتو له مخې، په تېرو ٢٦ کلونو کې په افغانستان کې  ۱۸۰ تنه ماين پاکوونکي د ماين پاکۍ پر مهال وژل شوي، ۱۰۸۰ تنه ټپيان شوي او شاوخوا ٥٦٥ تنه تښتول شوي چې  بېرته خوشي شوي دي.

 هغه وويل: "زه له ټولو ماين پاکانو مننه کوم چې په تېرو ۲۶ کلونو کې يې  تر ١٩ ميليونه ډېر بېلابېل ماينونه او ناچاودې مهمات له منځه وړي دي."

ده  زياته کړه: "ماين پاکان له تېرو ۲۶ کلونو راهيسې خدمت کوي او دولت ته د خپل معاش ماليه ورکوي،  له حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې د ماين پاکانو لپاره د تقاعد لارې چارې برابرې کړي."

په نننۍ ناسته کې د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم د ماين پاکانو خدمتونه وستايل او زياته يې کړه: "تاسو هغه کسان ياست چې خپل ځان مو خطر ته ورکړی تر څو د نورو بېګناه کسانو ژوند وژغورئ؛ د هېواد ريښتني اتلان تاسو ياست، پر تاسو وياړو."

هغه ماين پاکوونکو ته ډاډ ورکړ چې  د تقاعد په اړه به  د  مشرانو جرګې د تقنين کمېسيون کار پيل کړي تر څو دغه کار ته د حکومت پام را وګرځوي او په اړه يې اړين اقدامات وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.