کابل (پژواک ١٧ ورى ٩٥): يوه حکومتي سرچينه وايي، چې د حکومت مشرانو هوکړه کړې چې د ايسا اداره دې د سوداګرو او صنايعو وزارت سره يوځاى شي.
يادې سرچينې، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پرېکړه نن د حکومت د اقتصادي شورا په غونډه کې وشوه، چې ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله، په خپله د ايسا ادارې مشر قربان حقجو او ځينو نورو چارواکو په کې ګډون درلود.
ده زياته کړه، په افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې (ايسا) په اړه دوه طرحې وړاندې شوې، چې يوه په خپله د ايسا ادارې له لوري وه، چې په کې د يادې ادارې لپاره وړانديز شوى و، چې د يوه بوديجوي واحد په توګه وپېژندل شي.
د سرچينې په وينا، بله طرحې د سوداګرۍ وزارت له لوري وړاندې شوه، چې په کې وړانديز شوى و چې ياده اداره دې له دې وزارت سره مدغم شي.
هغه وايي، په پاى کې پرېکړه وشوه، چې د ايسا اداره دې له ياد وزارت سره يوځاى شي، خو د ايسا ادارې کارکوونکي او خدمات دې په تجارت وزارت پورې اړوند شي او د سوداګرۍ وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې په دې اړه يو پلان جوړ کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن