ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پيل شوې

خوست کې د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پيل شوې

author avatar
5 Apr 2016 - 12:16
خوست کې د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پيل شوې
author avatar
5 Apr 2016 - 12:16

خوست ښار (پژواک، ١٧ ورى٩٥): په  خوست ولايت کې د ١٨ لوبـډلو په ګډون د کرکټ شل اووريزې سيالۍ پيل شوې.

لوبغاړي وايي چې له کابل او ننګرهار وروسته خوست ولايت د کرکټ په ډګر کې ډېر پرمختګ کړی او زيات مينه وال لري، خو مسوولين په خپلو چارو کې ناغېړي کوي.

دوی دا څرګندونې د کرکټ د يو لړ سياليو د پيل پر مهال چې په دغه ولايت کې د چنار خصوصي راډيو له لوري تنظيم شوې، له پژواک اژانس سره د خبرو په ترڅ کې وکړې.

د چنار راډيو مشر محمدغفور مهدي پژواک اژانس ته وويل چې په دې سياليو کې د خوست په کچه ۱۸ لوبډلو ګډون کړی او دوې اوونۍ دوام کوي چې موخه يې د ځوانانو يووالی او پرمختګ دی.

د کرکټ يو لوبغاړي عبدالرحمن پژواک ته وويل چې د کرکټ بورډ ځايي اداره نه هم د سياليو په تنظيم کې کوم د پام وړ رول لوبولی او نه يې هم د کرکټ د لوازمو په برابرولو کې له لوبغاړو مرسته کړې ده.

هغه زياته کړه: ((د کرکټ يو بېټ له شپږو سوو افغانيو څخه نيولې تر څو زرو پورې بيه لري. دا د يو غريب لوبغاړي له وس پورته خبره ده. لباس هم دومره قيمت لري چې غريب لوبغاړي نه شي اخيستی.))

نوموړي دغه راز وويل چې د لوبغاړو د ښې او مسلکي روزنې لپاره پر اړينو وسايلو سمبالې اکاډمۍ ته هم اړتيا لري، په داسې حال کې چې يواځې په مرکز کې د کرکټ يوه اکاډمي لري چې دا هم ډېرې نيمګړتياوې لري.

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې يوه لوبغاړي نويد عبيد پژواک ژانس ته وويل چې د اړتيا وړ اسانتياوو په برابرولو سره د سياليو ترسره کول، د کورني کرکټ په پياوړتيا او پرمختګ کې ډېر اغېزناک تمامېږي.

نوموړي په کابل کې د کرکټ بورډ له عمومي ادارې غوښتنه وکړه، چې د کورني کرکټ د پياوړتيا او پرمختيا لپاره په ولايتونو کې لوبغاړو ته د اسانتياوو په برابرولو کې مهم ګامونه واخلي.

هغه زياته کړه: ((د هندوستان کرکټ چې په کوم مقام کې دی، د خپل کورني کرکټ له برکته تر دې ځايه رسېدلی. که زموږ د بورډ اداره هم دې ټکې ته پام زيات کړي، نو ډېرې لاسته راوړنې به ولرو.))

په خوست کې د کرکټ بورډ مسوول سيدعالم شاه له پژواک اژانس سره په خبرو کې د لوبغاړو يادې ستونزې ومنلې او ويې ويل چې په دې اړه د بورډ له مرکزي مسوولينو سره خبرې کړې دي.

نوموړي وويل: ((مرکزي ادارې ژمنه کړې چې د بوديجې او ډونر په ميندلو سره به د کرکټ لوبغاړو ته د کرکټ ټول اړين وسايل او لوازم برابر او دوی ته به يې په واک کې ورکړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.