ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښار د ځینو سړکونو د بیارغولو چارې پیل شوې

author avatar
5 Apr 2016 - 17:35
author avatar
5 Apr 2016 - 17:35

خوست ښار (پژواک، ١٧ ورى ٩٥): د ٦٥ ميليونه افغانيو په لګښت د خوست ښار د اووه کيلومتره سړکونو د بيا رغونې چارې پيل شوې.

د يادو سړکونو د رغونې چارې نن (د وري ۱۷مه) د خوست والي او يو شمېر نورو ملکي او نظامي چارواکو له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پيل شوې.

د خوست والي حکم خان حبيبي وويل چې دا مهال د خوست ښار زياتره سړکونه له کاره لوېدلي او بيا ترميم ته جدي اړتيا لري او دوی ژمن دي چې د ښاري نظم لپاره به له ټولو شته امکاناتو ګټه واخلي.

هغه وويل: ((ښاروالۍ ادارې ته مې هدايت دا دی چې يو په بل پسې د ښار د پراختيا، د ښاري نظم، د ښاري سمون، د ښاري سړکونو د جوړېدو او د کاناليزاسيون په برخه کې خپلو ټولو امکاناتو ته په کتو باندې ځانګړې پاملرنه وکړي.))

والي حبيبي په ورته وخت کې د پروژو له قرارداديانو وغوښتل چې د پروژو کيفيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او اړونده دولتي ادارو ته يې هم سپارښتنه وکړه چې په خپل وخت له پروژو څخه ليدنه او څارنه وکړي.

هغه زياته کړه: ((له ټولو قرارداديانو څخه مې هيله ده چې د پروژو کيفيت ته پاملرنه وکړي، خدای مه کړه د پروژو په اخر کې لکه د ځينو پروژو په شان په کيفيت کې ستونزه ونه ليدل شي.))

حبيبي همدارنګه د خوست له ښاريانو غوښتنه وکړه چې د ښار په پاک ساتلو کې له دوی سره مرسته وکړي.

بلخوا ښاريان هم وايي چې د ښار زياتره سړکونه له ډېر بد حالت سره مخ دي او خلکو ته يې ډېر ستونزې پيدا کړې دي.

د طوطاخېل په نوم د ټکسي یو چلوونکی وايي چې د ماتو سړکونو له امله يې موټر هره ورځ خراب وي او زياتوي که چېرې د ښار سړکونه په همدې حالت پاتې شي، نو د دوی کاروبار ته به ډېر زيان ورسېږي.

هغه وايي: ((چې موټر جوړ کړو دويمه ورځ بيا خراب وي، بيا مستريانو ته ورځو او کومې پېسې مو چې ګټلې وې، هغه په موټر باندې ورکوو. له ښاروالی غوښتنه کوو، چې ددغو سړکونو غمه وخوري.))

دغه راز د خوست ښاروال انجينر عبدالبصير وايي چې په روان کال به ٦٥ مليونو افغانيو په لګښت د خوست ښار اووه کيلومتره سړکونه په اساسي ډول له سره وغورل شي، چې د ښاريانو ستونزې به ورسره تر يوه حده هوارې شي.

انجينر عبدالبصير وويل: ((قير شوي سړکونه لس کاله وخت لري، خو د خوست ښار سړکونه پنخلس کاله مخکې جوړ شوي دي او اوس ټول له منځه تللي دي، چې دا مهال اساسي ترميم ته اړتيا لري.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.