ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت  په کندهار کې ١٩ وسله وال  نيولي دي

ملي امنيت په کندهار کې ١٩ وسله وال نيولي دي

author avatar
5 Apr 2016 - 12:25
ملي امنيت  په کندهار کې ١٩ وسله وال  نيولي دي
author avatar
5 Apr 2016 - 12:25

کابل ( پژواک، ١٧ کب ٩٥ ): د ملي امنيت لوى رياست وايي چې موظفينو يې په کندهار ولايت کې د وسله والو مخالفينو څلور ډلې نيولې دي.

د دغه رياست مطبوعاتي دفتر لخوا د وري په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، دغو څلورو ډلو چې ټول ١٩ تنه غړي لري هوډ درلود، چې په کندهار ښار کې ترهګريز فعاليتونه ترسره کړي.

خو ملي امنيت وايي، چې دوى موخې ته تر رسېدو وړاندې له اووه ميله تومانچو، ٢٠٠ کيلو ګرامه چاودېدونکو توکو، ٥٠٠ متره ثانيه سوزو فلتو ، دوه موټرو او يوه اندازه پوځي توکو سره لاس په لاس نيول شوي دي.

د ملي امنيت په خبرپاڼه کې د نيول شويو کسانو کره ځاى او نېټه نه دي په ډاګه شوي.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.