ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوې افغانۍ او بلې پاکستانۍ کمپنۍ د نوي کابلبانک د پېرلو شرايط بشپړ کړي

يوې افغانۍ او بلې پاکستانۍ کمپنۍ د نوي کابلبانک د پېرلو شرايط بشپړ کړي

author avatar
5 Apr 2016 - 20:28
يوې افغانۍ او بلې پاکستانۍ کمپنۍ د نوي کابلبانک د پېرلو شرايط بشپړ کړي
author avatar
5 Apr 2016 - 20:28

کابل (پژواک،١٧ ورى ٩٥): د ماليې وزارت وايي، "جاين سټاک" او د "پاکستان مسلم کمرشل بانک" کمپنۍ  د " نوي کابل بانک" د پېر له شرايطو سره برابرې دي او کولى شي په څلورو مياشتو کې خپل تخنيکي وړانديزونه دې وزارت ته وسپاري.

کابل بانک يو خصوصي بانک و چې د غيرقانوني پورونو د ورکړې له امله به ١٣٨٨ کال کې له بحران سره مخامخ شو او وروسته بيا د ماليې وزارت په چوکاټ کې د "نوي کابل بانک " په نوم يې فعاليت پيل کړ.

د کابل بانک ياد پورونه ٩٠٠ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدل، تراوسه يوه اندازه پورونه تر لاسه شوي او لاهم د دې بانک قضيه په جريان کې ده.

د ماليې وزارت د خزاينو عمومي رييس محمد اقا کوهستاني، نن د يوې خبري ناستې په جريان کې کابل کې وويل چې نوى کابل بانک د دولت پرېکړې پر بنسټ د خصوصي کېدو لپاره اعلان شوى دى.

د هغه په وينا، د دې بانک پېرلو لپاره کمپنيو ته وضع شوي شرايط دا دي چې بايد کمپنۍ په خپل بانکي حساب کې له شلو ميليونو امريکايي ډالرو څخه لږې پيسې و نه لري؛ د بانکي فعاليت جواز، مسلکي پرسونل او مناسب تخنيکي وړانديزونه ولري.

همداراز نوموړي وويل چې د شرايطو له مخې د کابلبانک پخواني سهم لرونکي نه شي کولى دا بانک واخلي.

د نوموړي په وينا، د ميرويس افغان په مشرۍ د جاين سټاک (GSC) په نوم افغاني کمپنۍ او د "پاکستان مسلم کمرشل بانک" د ځينو کمپينو له ډلې څخه انتخاب شوې، ځکه چې ياد شرايط يې بشپړ کړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، جاين سټاک کمپنۍ څه باندې ١٦٨ ميليونه ډالره بانکي حساب وړاندې کړى او ويلي يې دي، چې د بريا په صورت کې به په دې بانک کې شاوخوا يو ميليارد امريکايي ډالره پانګونه وکړي.

نوموړي د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د پاکستان مسلم کمرشل بانک هم غوره شرايط لري.

نوموړي زياته کړه، يادې دواړه کمپنۍ کولى شي چې راتلونکو څلورو مياشتو کې خپل وړانديزونه په تخنيکي او مسلکي برخو کې ماليې وزارت ته وړاندې کړي.

د ماليې وزارت د خزاينو مشر وويل، د وړانديزونو له څېړنې وروسته، هرې کمپنۍ چې لوړې نومرې ترلاسه کړې او د کابينې له خوا يې پخلى وشو، د ګټونکي په توګه اعلانېږي.

د کوهستاني د معلوماتو له مخې، د نوي کابل بانک وضعيت د ښه کېدو په حال کې ده، ٢٠١٤ کال کې يې اووه ميليونه ډالره زيان کړى و؛ خو ٢٠١٥ کال کې دا شمېره ٥٠٠زرو ډالرو ته راټيټه شوې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.