کابل (پژواک، ١٧ ورى ٩٥): په کابل ښار کې دوې ښځې او دوه سړي په مرموز ډول وژل شوي او د دې قضيې په تړاو يو کس نيول شوى دى.
د ١٠١ اسمايي زون د جنايي څېړنو مشر مل پاسوال فريدون عبيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد څلور کسان د شنبې په ورځ د کابل ښار د ديارلسمې امنيتي حوزې اړوند د دشت برچي په ساحه کې وژل شوي دي.
هغه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې تر اوسه د وژنې انګېزه نه ده معلومه او زياته يې کړه: ((دا څلور کسان له کوم فاميلي او قومي تړاو پرته په يوه کور کې راغونډ شوي وو او د يوه کس له خوا وژل شوي دي.))
هغه د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې د قضيې په تړاو يې يو کس نيولى او د قضې د لا روښانتيا په موخه څېړنې روانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن