هرات ښار (پژواک، ١٨ ورى ٩٥): د افغان او ترکمن چارواکو تر منځ به ډېر ژر ((د ټاپي نليکې د عملي کېدو ارزښت)) تر نوم لاندې کنفرانس په هرات ولايت کې جوړ شي.
د هرات ولايت له مقامه د چهارشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ناسته د روان کال په غويي مياشت کې په هرات ولايت کې جوړېږي.
په هرات کې د ترکمنستان له د کونسل سره د والي په ليدنه کې ويل شوي چې په دې ناسته کې به د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حاجي اوف، په کابل کې د ترکمنستان سفير، د کانونو وزارت لوړ پوړي چارواکي، د هرات او فراه ولايتونو لوړپوړي چارواکي او د هرات ولايت د ځينو ولسواليو سپين ږيري او قومي مشران ګډون وکړي.
د دې خبرپاڼې له مخې، د هرات والي هم د دغه نړيوال کنفرانس د جوړېدو هرکلى وکړ او د اقتصادي پراختيا په برخه کې يې د ټاپي پروژې د با اهميته بللو ترڅنګ ټينګار وکړ چې د ټاپي پروژې بهير چټک کېدل د دواړو هېوادونو د خلکو او دولتي چارواکو غوښتنه ده.
د خبرپاڼه په قول، ټاکل شوې چې په دې ناسته کې به د دوه اړخيزې اقتصادي پراختیا او اړيکو د ټينګښت په برخه کې په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو تر منځ د تجربو د لېږد او اقتصادي تعاملاتو د کچې لوړولو په برخه کې خبرې وشي.
پر دې سربېره د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور متشبثين او سوداګر د متقابلو سفرونو له لارې د اړيکو د پراختيا هڅه وکړي.
د ټاپي پروژه يا د افغانستا او پاکستان له لارې هند ته د ترکمنستان د ګازو لېږدولو پروژه، د سيمې له سترو پروژو څخه ده چې کار يې تېر کال په رسمي ډول پيل شو.
د دې پروژې په عملي کېدو سره به د ټاپي مسير اوسېدونکو ته د اړتيا وړ ګاز له ورکولو سربېره، افغان دولت هم په کلني ډول سلګونه ميليونه امريکايي ډالر ترلاسه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن