ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د ملي امنیت منسوبین دې تعرضي حالت اختیار کړي

ولسمشر غني: د ملي امنیت منسوبین دې تعرضي حالت اختیار کړي

author avatar
7 Apr 2016 - 11:23
ولسمشر غني: د ملي امنیت منسوبین دې تعرضي حالت اختیار کړي
author avatar
7 Apr 2016 - 11:23

کابل (پژواک، ١٩ ورى ٩٥): ولسمشر د ملي امنيت منسوبينو ته په ټينګار ويلي چې د دښمن په زړه کې وېره او بې باوري واچوي، تعرضي حالت اختيار کړي او پر ضد يې عمليات وکړي.

له ارګه د وري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه څرګندونې پرون د بدخشان، نيمروز، فارياب، دايکنډي، نورستان، تخار، فراه، هرات، کندوز، غزني او پکتيکا ولایتونو د ولسواليو د ملي امنيت له مديرانو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

ولسمشر د دې ليدنې پر مهال ويلي چې د ملي امنيت منسوبين په لومړۍ کرښه کې قرار لري، دښمن ښه پېژني.

هغه زياته کړه، د هېواد ثبات په سرحدي ولسواليو پورې تړلی او په دې په برخه کې د ملي امنيت د منسوبينو رول ډېر مهم دی.

اشرف غني وويل چې د ملي امنيت دستګاه د مغز حيثيت لري او د دوى معلومات بايد دقيق او پر واقعيتونو ولاړ وي؛ ځکه ملي امنيت شورا د هغو پر اساس پرېکړې کوي.

ده زياته کړه: ((د وطن او ولس د دفاع په خاطر د مرګ خطر ته د وطن د اولادونو لېږل د دوی د والدينو، کورنيو، ملت او خدای پر وړاندې ستر مسووليت لري او زه ستاسو د معلوماتو پر اساس دا مسووليت ترسره کوم.))

د هغه په وينا، کره اطلاعات د سرو زرو هومره او ان له هغو هم زيات ارزښت لري؛ ځکه د وګړو ژوند او خونديتوب ورپورې تړلي دي.

ولسمشر غني د ملي امنيت د منسوبينو مبارزه د افغانستان د ثبات لپاره اساسي وبلله او زياته يې کړه: ((زموږ جنګ د حق مبارزه ده چې د باطل پر وړاندې جنګېږو، موږ د خپل هېواد، سيمې او هېوادونو د ثبات لپاره مبارزه کوو. ))

نوموړي د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو اتلوليو او سرښندنو ته په اشارې سره وويل چې د دوى له برکته نن نړۍ له افغانستان سره د خپلو پنځو کلونو همکاريو په هکله بحث کوي.

هغه زياته کړه، د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو تېر کال د دښمن ټول ګواښونه په مېړانه او زړورتيا دفعه کړل او تاسو خپله اتلولي په عمل کې ثابته کړه.

ولسمشر غني د ملي امنيت منسوبينو ته په ټينګار وويل: ((د دښمن په زړه کې وېره او بې باوري واچوئ. تعرضي حالت اختيار کړئ او پر ضد يې عملیات وکړئ.))

نوموړي وويل: ((سږ کال منظم هوايي ځواکونه لرو چې د اړتيا پر مهال به په مېړانه عمل وکړي؛ ځکه دوی وړتيا، اراده او تجربه لري.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.