ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې ۵۰۳ کيلو ګرامه چرس نيول شوي

په ننګرهار کې ۵۰۳ کيلو ګرامه چرس نيول شوي

author avatar
7 Apr 2016 - 10:24
په ننګرهار کې ۵۰۳ کيلو ګرامه چرس نيول شوي
author avatar
7 Apr 2016 - 10:24

جلال اباد (پژواک، ۱۹ وری ۹۵): چارواکي وايي چې د ننګرهار  په دور بابا ولسوالۍ کې ۵۰۳ کيلواګرامه چرس له يوه  قاچاق کوونکي سره نيول شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د وري په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چرس د دور بابا د کړوکو په سيمه کې ترلاسه شوي دي.

مشرقيوال وايي: ((تېره ورځ ناوخته پوليسو ۵۰۳ کيلوګرامه چرس د رياض په نامه له يوه قاچاق کوونکي سره نيولي. نوموړي غوښتل دا چرس د پلور لپاره نورو سيمو ته انتقال کړي.))

د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مديريت کاروکونکو  دا چرس او تورن کس رسنيو ته وښودل او يادونه يې وکړه چې له تورن څخه څېړنې روانې دي.

د يوه بل خبر له مخې، چارواکي وايي چې د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخېلو په تلاشۍ کې يې يو تن له څو ميلو وسلو او مرميو سره نيولی دی.

د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې نيول شوي کس دا وسلې له کابل ننګرهار ته رانتقال کړې وې او غوښتل يې د مارکو بازار ته يې انتقال کړي.

د ده په خبره له نيول شوي کس څخه پوښتنې پيل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.