کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٥): پاکستان د مشهور عالم مولانا سميع الحق په مشرۍ د جمعيت علماء اسلام ګوند يو لوړپوړى غړى وايي، وياړي چې د افغان طالبانو ملاتړ کوي.
دغه څرګندونې د ياد مذهبي ګوند د خيبر پښتونخوا د څانګې مشر مولانا يوسف شا د دغه ولايت په کرک سيمه کې د يوې غونډې پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړې چې د افغان طالبانو پر ملاتړ وياړي او له دې وروسته به هم له دې ډلې سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د يادونې ده، افغان چارواکي له ۱۵ کلونو راهيسې له پاکستانه غواړي چې په خپله خاوره کې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي، خو پاکستان دا خبرې نه مني.
له دې مخکې هم د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز ويلي وو چې دوی پر طالبانو نفوذ لري او له دغه نفوذه په استفادې دوی د سولې خبرو ته کېنولی شي، خو له ډېرو هلو ځلو وروسته د سولې خبرې ناکامې شوې.
د مولانا سميع الحق په مشرۍ د پاکستان د جمعيت اسلام ګوند د طالبانو ستر ملاتړ ګڼل کېږي او په وار وار يې په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکړې ده.
مولانا سميع الحق ته د افغان طالبانو پلار هم ويل کېږي.
د سياسي چارو کارپوه جاوېد غفور وايي چې دا کومه پټه خبره نه ده چې د پاکستان د استخباراتي شبکو او مذهبي ګوندونو له خوا د طالبانو ملاتړ کېږي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې طالبان د مولانا سميع الحق په مدرسه کې روزل شوي او د هغوى له خوا ورته لارښوونې کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن