ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرتاج عزیز: ښایي په روانه مياشت کې پر افغان سولې خبرې وشي

سرتاج عزیز: ښایي په روانه مياشت کې پر افغان سولې خبرې وشي

author avatar
8 Apr 2016 - 11:49
سرتاج عزیز: ښایي په روانه مياشت کې پر افغان سولې خبرې وشي
author avatar
8 Apr 2016 - 11:49

کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٥): هيله ده چې د روانې مياشتې په اوږدو کې د افغان سولې په اړه د څلور اړخيزو خبرو د لړۍ بله غونډه جوړه شي.

دغه څرګندونې په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز پرون په اسلام اباد کې د يوې غونډې پر مهال کړې دي.

په دې غونډه کې د افغانستان د ولسمشر ځانګړي استازي او سفير ډاکټر عمر زاخېلوال هم ګډون کړى و.

د افغان سولې  په اړه د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين په ګډون څلور اړخيزو غونډو لړۍ له تېرو څلورو مياشتو راهيسې روانې وې او تېره مياشت د کابل په وروستۍ څلور اړخيزه غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د مارچ په لومړۍ اونۍ کې به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې نېغ په نېغه خبرې کېږي.

خو دا ځکه تر اوسه ځنډېدلې چې وسله والو طالبانو د سولې په خبرو کې له ګډون څخه انکار او پر جګړې يې ټينګار وکړ.

سرتاج عزيز ويلي چې د سولې د پروسې د ځندېدلې پروسې د بيا پيل په موخه امکان لري چې د څلور اړخيزو غونډو د لړۍ بله غونډه د روانې مياشتې په اوږدو کې ترسره شي.

هغه زياته کړې چې پاکستان به د افغان سولې په اړه خپل مثبت رول ترسره کولو ته ادامه ورکوي.

نوموړي يو ځل بيا د سولې د خبرو لپاره له مهالوېش او شرطونو سره مخالفت څرګند کړ.

سرتاج عزيز وايي، کله چې د سولې روانه پروسه دوامداره وساتله شي، نو کېداى شي مثبتې لاسته راوړنې ولري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.