ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جان کري: د ملي يووالي حکومت سياسي هوکړه ليک به پنځه کاله دوام وکړي

جان کري: د ملي يووالي حکومت سياسي هوکړه ليک به پنځه کاله دوام وکړي

author avatar
9 Apr 2016 - 21:34
جان کري: د ملي يووالي حکومت سياسي هوکړه ليک به پنځه کاله دوام وکړي
author avatar
9 Apr 2016 - 21:34

کابل (پژواک ٢١ ورى ٩٥): د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي، د افغانستان د ملي يووالي حکومت هوکړه ليک به دوه کاله نه، بلکې پنځه کاله دوام وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې، نن له ماښام وروسته له ولسمشر اشرف غني سره په ګډه خبري ناسته کې وکړې.

بايد وويل شي، چې د ولسمشرۍ دوو نوماندانو اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله ترمنځ د ملي يووالي حکومت د جوړېدو هوکړه ليک، له نن څخه کابو يونيم کال وړاندې (د وږي ٣٠مه) په کابل کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په وساطت رامنځ ته شو.

د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کري نن وويل، کوم هوکړه ليک چې د ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس ترمنځ لاسليک شوى، په هغه کې داسې څه نشته چې ګواکې د ملي وحدت حکومت به دوه کال دوام کوي يا دا چې د دې حکومت شپږ مياشتې موده پاتې ده.

ده زياته کړه، دغه موافقتنامه د ملي يووالي په موخه رامنځ ته شوې وه، چې موده يې پنځه کاله ده، چې له امله به يې د ملي يووالي حکومت موده پنځه کاله دوام وکړي.

خو د هغه په وينا، په هوکړه ليک کې د دې يادونه شوې، چې د دوو کلونو په جريان کې به لويه جرګه جوړېږي او دا يو هدف چې تعيين شوى و، خو دې هدف ته رسېدل د تېر يونيم کال په موده کې ستونزمن شوى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي، د نوي کورنيو چارو وزير او همدارنګه د نوي لوى څارنوالى په ټاکل کېدو سره او همدارنګه هغه هڅې چې دولت يې کوي او د وارسا او بروکسل د کنفرانسونو لپاره چمتووالى ترسره کېږي، دا ټول به يو حرکت رامنځ ته کړي، چې په پايله کې به يې خلک بدلون وويني.

دى زياتوي: "د ملي يووالي حکومت په هوکړه کې هېڅکله دا نه دي راغلي چې دا به لغوه کېږي، دا د غني او عبدالله ترمنځ يوه موافقه وه چې په کومه بڼه د ملي يووالي حکومت مخې ته يوسي، تر هغه ځايه چې زه پوهېږم دغه هوکړه ليک د پنځو کلونو لپاره دى او داسې کوم شى چې د شپږو مياشتو په ترڅ کې به لغوه کېږي، نشته."

ياد لوړپوړى امريکايي چارواکي وويل، هغه څه چې د ملي يووالي حکومت په چوکاټ کې دننه ترسره کېږي، په افغانانو او په ځانګړي ډول ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله پورې اړه لري، چې هغوى يې په اړه تصميم نيسي.

هغه زياه کړه، د ملي يووالي حکومت له دواړو مشرانو سره يې مهم بحثونه لري، دوى دواړو وښودله چې د خلکو د ګټو لپاره سره يوځاى شوي دي. حکومت د خپلو خلکو د دفاع مسووليت په غاړه اخيستى او د افغانستان حکومت د اصلاحاتو له اجنډا سره سم مخ پر وړاندې روان دى.

نوموړى زياتوي: "نن مې له اشرف غني او عبدالله دواړو سره وکتل، ترڅو د دوى ترمنځ ملي يووالى څنګه نور هم زيات شي."

کيري د سولې خبرو په تړاو وويل چې سولې ته هيله مند دى، د افغانستان دولت په دې اړه خپل چمتووالى ښودلى، خو د افغانستان خلک دې له طالبانو وغواړي، چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.