کابل(پژواک،٢١ورى٩٥): د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کِري کابل ته رسيدلى او ټاکل شوې چې له ولسمشر او اجراييه رييس سره به پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې د امريکا د متحده ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير جان کِري نن (وري٢١مه) له غرمې وروسته کابل ته را ورسېد.
ټاکل شوې ده چې جان کِري د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او له اجرييه رييس عبدالله عبدالله سره پر بېلابېلو سياسي او امنيتي موضوعاتو هم خبرې وکړي.
د يادونې ده چې د نن ورځې په پاى کې به جان کِري له ولسمشر محمد اشرف غني سره په يوه ګډه خبري غونډه کې هم ګډون وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن