ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات دوه بايسکل ځغلوونکي د “سولې پيغام” له هرات څخه کابل ته راوړي

د هرات دوه بايسکل ځغلوونکي د “سولې پيغام” له هرات څخه کابل ته راوړي

author avatar
9 Apr 2016 - 20:44
د هرات دوه بايسکل ځغلوونکي د “سولې پيغام” له هرات څخه کابل ته راوړي
author avatar
9 Apr 2016 - 20:44

هرات (پژواک،٢١ ورى ٩٥ ): يو ځوان او بل زوړ بايسکل ځغلوونکي د سولې پيغام رسولو په موخه له هرات څخه کابل ته حرکت وکړ.

٣٢کلن شهريارنظامي او ٦٢کلن عبدالغفور نن حکومت او طالبانو ته د سولې بلنې له پيغام سره پرخپلو بايسکلونو سپاره شول او د کابل په لور يې حرکت وکړ.

شهريار، پژواک خبري اژانس ته وويل چې خپل د سولې او پخلاينې پيغام د لارې په اوږدو کې تر کابل پورې ولايتي چارواکو او اوسيدوونکو سره شريک کړي.

نوموړي زياته کړه :" زه غواړم د لارې له خپل بل ملګري سره، له هرات څخه کابل ته سفر وکړم او د سولې پيغام سره افغانانو ته ووايم چې کولى شو خپل هېواد ته راستانه شو."

دې بايسکل ځغلوونکي طالبانو ته وويل :" موږ د سولې پيغام راوړونکو په نوم له هرات څخه کابل ته حرکت کوو، جګړه بس ده."

شهريار نظامي په ډاګه کړه چې په لږو تجهيزاتو او اسانتياوو يې دا سفر پيل کړى دى او هيله لري چې د کومې پېښې له رامنځ ته کېدو پرته له ٢٠- ٢٥ ورځو پورې کابل ته ورسېږي.

شهريار نظامي وويل چې له دې سفر څخه وروسته هوډ لري څو دهېواد شمال ولايتونو او ان مرکزي اسيا هېوادونو ته سفر وکړي او د سولي او دوستي پيغام ټولو ته ورسوي.

عبدالغفوررهايي هم له پژواک خبري اژانس سره مرکه کې وويل :" هېوادوالو ته د سولې پيغام رسول، خپله انساني دنده بولو."

نوموړي هېواد کې د امنيت او ارامي پر اهميت د ټينګار ترڅنګ زياته کړه چې ټول خلک بايد هېواد کې د سولې راوستو لپاره هڅه وکړي.

عبدالغفور، د ملي يووالي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د طالبانو ځينې معقولې غوښتنې له پامه و نه غورځوي څو سوله ټينګه شي او د جګړو له امله رامنځ ته شوې ستونزې پاى ومومي.

دې بايسکل ځغلوونکي يادونه وکړه چې يو مصلح سړي ده او دده ملګري ته دوه ورزشي بايسکلونه برابرکړل؛ خو ددې سفر لګښت له خپله جيبه ورکوي.

عبدالغفور رهايي، په ورته وخت کې له خلکو وغوښتل څو ورزش ته د روغتيا ساتنې لپاره، د يو ښه ګام  په سترګه وګوري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.