ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيوچارو نوي وزير او لوى څارنوال د باور رايې تر لاسه کړې

د کورنيوچارو نوي وزير او لوى څارنوال د باور رايې تر لاسه کړې

author avatar
9 Apr 2016 - 12:44
د کورنيوچارو نوي وزير او لوى څارنوال د باور رايې تر لاسه کړې
author avatar
9 Apr 2016 - 12:44

 کابل(پژواک، ٢١ ورى ٩٥): د کورنيو چارو وزارت او لويې څارنوالۍ لپاره نوماندانو هر يوه  تاج محمد جاهد او محمد فريد حميدي د ولسي جرګې د باور رايې تر لاسه کړې.

ياد شوي دواړه نوماندان د وري مياشتې په ١٦مه د باور رايې تر لاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته ور پېژندل شوي وو او د جرګې غړو نن د هغوى د پروګرامونو له اورېدو وروسته رايه ورکړه.

 د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ٢٢٥ کسان حاضر وو او هر نوماند د باور رايې تر لاسه کولو لپاره ١١٣ رايو ته اړتيا درلوده.

د کورنيو چارو وزارت نوماند وزير لوى پاسوال تاج محمد جاهد د ١٩٠ موافقو رايو په اخيستلو سره وتوانېد چې د ولسي جرګې باور رايه  تر لاسه کړي.

د لويې څارنوالۍ نوماند محمد فريد حميدي هم وکولى شول چې د ٢٠٠ موافقو رايو په تر لاسه کولو سره د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي.

 ولسمشر د تېر کال د کب په پنځمه ډګر جنرال تاج محمد جاهد وروسته له هغه د کورنيو چارو وزارت د سرپرست په توګه اعلان کړ چې د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي له خپلې دندې استعفا وکړه.

ولسمشر همدارنګه محمد فريد حميدي د لويې څارنوالۍ د سرپرست په توګه معرفي کړ.

محمد فريد حميدي په حقوقي او قضايي برخه کې ١٥ کلنه تجربه لري، د پوليسو له اکاډمۍ نه يې د جنايي علومو په څانګه کې ليسانس اخيستى، د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ليسانس دى، يو فوق ليسانس سند يې له ازاد اسلامي پوهنتون نه د جزا حقوقو او بل دا ډول سند يې د امريکا د هاروارډ پوهنتون له عامه ادارې څانګې نه اخيستى دى.

نوموړي همدارنګه زياته کړه چې ډګر جنرال تاج محمد جاهد په پوځي چارو کې ٢٢ کلنه تجربه لري، تر دې وړاندې يې په هرات کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو د قوماندان په توګه کار کړى او له حربي پوهنتون نه د ليسانس سند لري.

 د يادونې وړ ده چې د سترې محکمې د عالي شورا غړيتوب ته نوماند محمد زمان سنګري، هم د روان کال د وري په ١٦مه نېټه ولسي جرګې ته ور پېژندل شوى  دى.

 اوسمهال د ملي دفاع وزارت له شاوخوا يوه کال راهيسې او د ملي امنيت عمومي رياست له شاوخوا څلورو مياشتو راهيسې په داسې حال کې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي چې د قانون پر بنسټ هېڅوک هم نه شي کولى له دوو مياشتو زيات د سرپرست په توګه کار وکړي.

خو د ولسی جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د جرګې په ننۍ غونډه کې وويل، ولسمشر ويلي چې د ملي دفاع وزارت او ملي امنيت رياست نوماندان به هم ډېر ژر ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستلو لپاره ور وپېژني.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.