ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له تېرو دوه کلونو راهيسې غزني کې  يوه پروژه هم نه ده پلې شوې”

“له تېرو دوه کلونو راهيسې غزني کې يوه پروژه هم نه ده پلې شوې”

author avatar
9 Apr 2016 - 15:05
“له تېرو دوه کلونو راهيسې غزني کې  يوه پروژه هم نه ده پلې شوې”
author avatar
9 Apr 2016 - 15:05

غزني ښار(پژواک،۲١ وری۹۵):د غزني ځينې اوسېدونکي او د ولايتي شورا رييس وايي چې په تېرو دوو کلونو کې په دې ولايت کې هيڅ ډول رغنيزه پروژه نه ده پلې شوې .

خو د دې ولايت چارواکي بيا وايي چې په روان کال کې به ګڼ شمېر  پروژې پلې شي.

د غزني د ولايتي شورا رييس حميدالله نوروز د وري په٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېرکال غزني له ګڼو امنيتي ننګونو سره مخ و.

خو هغه وايي چې  په دې وروستيو کې د مرکز په ګډون په ډيرو ولسواليو کې امنيتي حالات ښه دي.

هغه زياتوي: (( سره له دې چې اوس امنيت ښه شوى  خو دا دوه کاله کيږي چې په دې ولايت کې يوه پروژه هم نه ده پلې شوې او علت يې هم دا دى چې د ولايت د مقام اداره کمزورې ده او نه شي کولى خلکو ته کار وکړي.))

ده وويل چې د غزني اوسنى والي په خپلو چارو کې بريالى نه دى بايد حکومتى چارواکي دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د هغه په اند، غزني ته داسې چارواکي په کار دي چې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي، رغنيزې پروژې پلې کړي او امنيت تامين کړي.

شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې امان الله حميم د ولسمشر محمد اشرف غني له فرمان سره سم د غزني د والي په توګه وټاکل شو.

د غزني ښار اوسېدونکي محمد اجمل هم پژواک ته وويل چې په تېرو دوو کلونو کې په دې ولايت کې رغنيزې پروژې نه دي ترسره شوي.

هغه وايي: (( پخوا به دلته پروژې وې چې په جوړېدو سره به يې هم سيمې ښايسته کېدې او هم به   ځوانانو ته د کار زمينه برابرېدله، خو اوس دا ډير وخت کيږي هيڅ پروژه نشته.))

د اجمل په وينا، که د غزني چارواکي دې برخې ته اړينه پاملرنه ونه کړي نو دغزني اوسېدونکي به يې ډير ژر پر وړاندې په لاريونونو لاس پورې کړي.

د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکى محمد داوود وايي: (( ډير وخت کيږي چې په دې ولايت کې پروژه نه ده پلې شوې ، همدا اوس اندړو کې ډير ځوانان وزګاره دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.