خوست ښار (پژواک، ٢٣ ورى ٩٥): په خوست ښار کې د لسګونو ځوانانو په ګډون د ځغاستې سيالي ترسره شوه.
د ځغاستې دغه سيالي د خوست ښار په لوېديځه څنډه کې له تبليغي مرکزه پيل او د ښار تر مجاهد څلورلارې پورې چې شاوخوا څلور کيلومتره کېږي، ترسره شوه.
د دغه ولايت د المپيک امر عزيز ملنګ د سياليو په پای کې پژواک اژانس ته وويل، چې د (زموږ ښار، زموږ کور) په نوم د ځغاستې دغه سيالي د خوست ښاروالۍ په مالي ملاتړ ترسره شوه.
نوموړي وويل، له دې يې موخه دا ده چې د ورزش او لوبو له لارې خلکو ته پيغام ورسوي، څو د ښار په پاک ساتلو کې پوره همکاري وکړي.
هغه وويل: ((له ټولو خوستوالو مو دا هيله ده، که هغه ځوانان دي، سپين ږيري دي يا نور څوک دي، خپل ښار پاک وساتي. له هټۍ والو مو هم هيله ده چې د خپلو هټيو مخې ته چټلي پرې نه ږدي.))
ملنګ زياته کړه، غواړي چې په راتلونکي کې د نورو بېلابېلو لوبو او ورزشونو له لارې هم د هغو پديدو پر وړاندې مبارزه وکړي چې د ټولنې پر زيان تمامېږي.
د خوست د المپيک امريت د ځغاستې د فدراسيون مشر ګل نقيب پژواک ته وويل چې ځغاستې ته يې د ځوانانو په راجلبولو کې تر خپل وس پورې منډې ترړې کړې دي.
نوموړي وويل چې ځغاسته هم د نورو ورزشونو په څېر د روغتيا لپاره ډېره ګټه لري او هم ځوانان له ناوړه کړنو په ځانګړي ډول له روږدېدا ژغوري.
ده زياته کړه: ((ټولو ځوانانو ته مې دا پيغام دی چې ورزش وکړي او تر څنګ يې زده کړې ترسره کړي. موږ ډاډه يو چې انشاالله زموږ ستونزې به هوارېږي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن