ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې یو مشهور طالب قوماندان نیول شوی

لوګر کې یو مشهور طالب قوماندان نیول شوی

author avatar
11 Apr 2016 - 11:50
لوګر کې یو مشهور طالب قوماندان نیول شوی
author avatar
11 Apr 2016 - 11:50

پل علم (پژواک، ٢٣ ورى ٩٥): د لوګر د امنيې قوماندانۍ پوليسو په مرکز پل علم کې د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان له يو شمېر وسلو سره يو ځاى نيولى دى.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول څارمن شاه پور احمدزي د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه پوليسو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د مرکز پل علم په سرسنګ سيمه کې د طالبانو یو مشهور قوماندان نصرالله حذيفه نيولى دى.

هغه وويل چې حذيفه په لوګر ولايت کې په ډېرو ترهګريزو پېښو او د يو شمېر کسانو په ترور کې لاس درلود.

هغه زياته کړه: ((موږ له ډېره وخته په دې پسې وو خو تېره شپه مو وکولاى شول چې ويې نيسو.))

د احمدزي د معلوماتو له مخې، د حذيفه د نيولو پر مهال ٦ ميله کلاشينکوفونه، درې ميله تومانچې، يو ميل راکټ، پنځه بوشکه يي ماينونه، ١٢ د راکټ مرمۍ او يو موټرسايکل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د سرسنګ سيمې اوسېدونکي احمدشاه پژواک ته وويل: ((بېګاه زموږ کلي ته پوليس راغلل او يو کور یې محاصره کړ، بيا يې وروسته له دغه کور څخه يو کس او ځيني وسلې یووړې، خو موږ پر دې نه پوهېږو چې دغه کس څوک و.))

وسله والو طالبانو تر اوسه د ياد قوماندان د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تېره اونۍ د ملي امنيت ځواکونو د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د پکتيا د مرکز ګردېز لپاره د طالبانو پوځي مسوول نيولى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.