ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د ښځو لپاره کرنیزه پروژه پرانیستل شوه

author avatar
11 Apr 2016 - 17:07
author avatar
11 Apr 2016 - 17:07

اسعداباد (پژواک، ٢٣ ورى ٩٥): په کونړ ولايت کې د کرنې او مالدارۍ وزارت په مالي مرسته د کورني اقتصاد د پياوړتيا په موخه د سلګونو ښځو لپاره يوه کرنيزه پروژه پرانيستل شوه.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي د دې پروژې د پرانیستلو پر مهال پژواک اژانس ته وويل، اوه سوه هغه ښځې چې په خپلو کورونو کې د سبزيو کوچنۍ باغچې لري، په دغه کرنيز پروګرام کې شاملېږي.

هغه زياته کړه چې دغه پروګرام د کونړ ولایت د مرکز په ګډون په شيګل، څوکۍ او وټه پور ولسواليو سربېره نهه ښوونځي هم شامل دي چې د زده کوونکو لپاره به د کرنې يوه عملي تجربه هم وي.

د کونړ والي وايي، هڅه يې دا ده چې د دې مهمې پروژې د پلي کېدو لپاره د يو کال په اوږدو کې د څارنې او نظارت چارې هم په ښه ډول ترسره کړي.

ده وويل چې دا پروګرام د کرنې او مالدارۍ وزارت په اته اعشاريه پنځه ميليونه افغانيو په لګښت د کال په اوږدو کې پلی کېږي.

د کونړ د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير عبدالغياث صديقي وايي، له دې کرنيزې پروژې اساسي موخه د کورني اقتصاد په پياوړتيا کې د ښځو رول په ګوته شوی، څو دوی وکولای شي له خپلو نارينه وو سره د کرنې په مټ په خپلو کورونو کې د اقصادي ستونزو راکمولو ته اوږه ورکړي.

د ده په خبره چې د دغه يو کلن پروګرام په ترڅ کې به اوه سوه ښځې او د نهه ښوونځيو زده کوونکې د کرکيلې په برخه کې هم وروزل شي.

صديقي وويل چې دوی ته د سبزيو اصلاح شوي تخمونه، د اوبه خور وسايل هم ورکړل شول، دغه راز دوى ته به ښوونيز ورکشاپونه هم ورکول کېږي تر څو له لږې ځمکې څخه ډېر حاصلات ترلاسه کړي.

د وټه پور ولسوالۍ يوه اوسېدونکې مېرمن شېرينه وايي: ((زه ځمکه لرم او هر کال په کې د خپلې کورنۍ لپاره سابه او نور سبزيجات کرم پر همدې ساعت تېروو.))

خو هغې پژواک اژانس ته وويل چې دومره وس نه لري چې په بازار کې هره ورځ خوراکي توکي وپېري.

د نوموړې په وينا، د دغو اصلاح شوي تخمونو په ترلاسه کولو سره به يې ستونزې هوارې شي او له لږې ځمکې به ډېر حاصلات واخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.