کابل (پژواک، ٢٤ ورى ٩٥): ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان له هندوستان او ايرلينډ سره د کرکټ نړيوالې سيالۍ ترسره کړي.
د افغانستان کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک د وري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان کرکټ بورد اجراييوي رييس شفيق ستانکزي نن په نوي ډيلي کې د هند کرکټ بورډ له سکرتر جنرال انوراګ ټاکور سره وليدل.
هغه زياته کړه، چې د دې ليدنې پر مهال دواړه لوري پر يو شمېر مواردو او موضوعاتو هوکړې ته ورسېدل، چې ډېر ژر به په رسمي توګه پرې لاسليک وشي.
د نوموړي په وينا، د هوکړې له مخې، د هندوستان له ملي او الف لوبډلې سره د افغانستان کرکټ ملي او الف لوبډلو سيالۍ ترسره کيږي، دغه راز هندوستان به د افغان لوبډلې د روزونکو او تخيکي کارکونکو د وړتيا لوړولو په برخو کې همکاري کوي.
هوتک وايي، چې د هند د کرکټ بورډ ياد مسوول د دغه هېواد د کرکټ په غوره ليګ (IPL) تجارتي سياليو کې افغان لوبغاړو ته د چانس ورکولو ژمنه هم وکړه.
بلخوا د ايرلينډ کرکټ ادارې لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روان زېږديز کال دجولاى په مياشت کې به له افغانستان سره د کرکټ پنځه يوه ورځنۍ نړيوالې لوبې په خپل کوربه توب ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، چې د دې لوبو په اړه د افغانستان کرکټ بورډ او ايرلينډ کرکټ بورډ د مسوولينو ترمنځ خبرې شوې وې او هغوى اوس دا منلې ده چې له افغانستان سره لوبې وکړي.
ده زياته کړه، چې د افغانستان لوبډله په تېر نړيوال جام کې ډېر ښه ځلېدلې او دې ته اړتيا ده، چې له نورو پياوړو لوبډلو سره نړيوالې لوبې وکړي.
دا به لومړى ځل وي چې د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ د يوه ورځني کرکټ د پنځو لوبو لړۍ ترسره کېږي.
د يادونې ده چې تر اوسه د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ د کرکټ څلور يو ورځنۍ نړيوالې لوبې شوې دي، چې درې ايرلينډ او يوه افغانستان ګټلې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن