ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حضرت علي: داعش په ختيځ کې د تشکيلاتو  ډېرولو په لټه دی

حضرت علي: داعش په ختيځ کې د تشکيلاتو ډېرولو په لټه دی

author avatar
12 Apr 2016 - 19:32
حضرت علي: داعش په ختيځ کې د تشکيلاتو  ډېرولو په لټه دی
author avatar
12 Apr 2016 - 19:32

جلال اباد(پژواک،۲۴ وری ۹۵): د ولسي جرګې غړی او د ختيځو ولايتونو د جهادي شورا مشر حضرت علي وايي، چې داعش په دې ولايتونو کې خپل تشکيلات پراخوي او نورو سيمو ته د تګ په لټه کې دى.

حاجي حضرت علي، د وري په ۲۴مه، په دې تړاو د قومي غونډې په څنډه کې د خبري کنفرانس پر مهال اندېښنه وښوده چې ياده ډله لا هم فعاله ده او غواړي نورستان او کونړ کې هم تنظيم شي.

دغه جهادي مشر وويل: ((زما د معلوماتو له مخې داعش په شينوارو کې منظم شوى، کونړ او نورستان ولايتونو ته يې پروګرامونه پيل کړي دي.))

د ده په وينا، داعش په پام کې لري چې په ځينو سيمو کې لويې لارې ونيسي او نورو سيمو ته لار پيدا کړي.

هغه وايي: ((داعش په ختيځ کې خپل تشکيل ته زور ورکړی او بهرنۍ مالي منابع يې هم ډېرې شوې دي.))

مدني فعال او د يادې غونډې ګډونوال عبدالرحمن معاون رسنيو ته وويل چې په دې قومي غونډه کې د وسله والو د نفوذ پر ډېرېدو اندېښنه وښودل شوه.

معاون وويل چې په ځينو سيمو کې د داعش وسله وال لا هم فعال دي او حکومت يې بايد مخه ونيسي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي سهراب قادري رسنيو ته وويل ، په دې ناسته کې له قومي مشرانو او ولسونو غونښته وشوه چې په امنيت کې له حکومت سره همکاري ډېره کړي.

هغه هيله څرګنده کړه چې د وسله والو د ځپلو لپاره بايد پراخ عمليات ترسره شي.

خو د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په شينوارو په ځينو سيمو کې داعش وسله وال شته خو تحرکات يې کمزوري شوي دي.

هغه وايي: ((دا معلومه ده چې د اوړي په موسم کې به وسله وال تحرکات ډېروي خو ولايتي اداره په دې اړه جدي ده او له وړاندې يې په شينوارو او خوږياڼو زون کې پوځي عمليات پيل کړي دي.))

تېره اوونۍ د ننګرهار امنيه قوماندان او نورو امنيتي چارواکو په خبري کنفرانس کې يادونه وکړه چې د يوه کال په اوږدو کې يې سلګونه وسله وال مخالفين وژلي او د داعش ډله يې څو سيمو ته محدود کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.