هرات (پژواک، ٢٤ ورى ٩٥): په هرات کې تر څلوېښت سلنه زياتې دولتي ادارې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي چې ډېرې ستونزې يې رامنځته کړې دي.
دغه مطلب نن د هرات ولايتي شورا رييس کامران عليزي د يوې خبري ناستې په ترڅ کې څرګند کړ.
عليزي د حکومت پر نه پاملرنې او بې وسۍ د نيوکې تر څنګ وويل چې د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېدو بيا د يونيم کال په تېرېدو سره تر اوسه پورې د ادارو د سرپرستانو ستونزه پاى ته نه ده رسېدلې.
هغه زياته کړه: "يو سرپرست د رييس پر ځاى کار نه شي کولى او سرپرست د يوه مستاجر په شان دى چې هر وخت له يوه ځاى څخه بل ځاى ته د لېږد امکان لري؛ له حکومت غواړو چې د سرپرستانو کار ته د پاى ټکى کېږدي."
عليزي څرګنده کړه چې د هرات اوسېدونکي د کوم چا له ګومارنې سره ستونزه نه لري، خو په دولتي ادارو کې د سرپرستانو له ګومارنې اندېښمن دي.
د هرات د ولايتي شورا مشر دغه راز وويل چې د ولايتي شورا ادارې، په دولتي ادارو کې د سرپرستانو د کار د دوام موضوع د هرات له والي سره هم شريکه کړې، څو يادې ستونزې ته د پاى ټکې کېږدي.
د هغه د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په هرات کې د شاوخوا ٧٠ دولتي ادارو له ډلې ٣٠ يې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي چې د هرات د اوسېدونکو په وينا؛ ياد سرپرستان د خلکو چارې په ښه توګه نه ترسره کوي.
د هرات يوه اسېدونکي سيد يحيى حسيني پژواک ته وويل: "حکومت بايد د سرپرستانو په برخه کې جدي تصميم ونيسي؛ ځکه چې ورځ تر بلې د خلکو ستونزې زياتېږي او څوک نشته چې په يادو ادارو کې زموږ ستونزو ته لاسرسى وکړي."
د هرات بل اوسېدونکي فيض احمد عليزي پژواک ته وويل: "د دې لپاره تر ټولو غوره لار چې د خلکو کارونه ژر ترسره شي، د رييس او با صلاحيته امر پر دنده ګومارل دي."
دغه اوسېدونکي له حکومت غواړي چې د سرپرستانو د کار دوام ته د پاى ټکى کېږدي.
ورته مهال هرات کې اداري اصلاحاتو رياست چارواکي وايي، که څه هم په هرات کې ٣٠ ادارې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي، خو په ادارو کې سرپرست والى کومه ستونزه نه شي رامنځته کولى.
د هرات د اداري اصلاحاتو ادارې مشر عبدالسلام سلام پژواک ته وويل چې د قانون د وړاندوينې له مخې د سرپرست له لوري د يوې ادارې پر مخ وړل، کوم خنډ نه دى او دغه راز ستونزه هم نه رامنځته کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن