کابل (پژواک، ٢٤ ورى ٩٥): د افغانستان حکومت د طالبانو له خوا اعلان شوي عمليات تبليغات بللي او زياتوي چې افغان ځواکونه د هر ډول بريدونو د مخنیوي لپاره چمتووالى لري.
وسله والو طالبانو د هر کال په څېر سږ کال هم د (عمري) په نوم د پسرلنيو عملياتو د پيلېدو اعلان کړى دى.
د هغوى له خوا د وري په ٢٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې دوى د افغانستان ډېرې برخې نيولې او هڅه کوي چې د روان کال په عملياتو کې به نورې سيمې هم ونيسي او امنيت به په کې رامنځته کړي.
خو د افغانستان حکومت د طالبانو له خوا اعلان شوي عمليات تش تکراري تبليغات بللي او زياته کړې یې ده چې افغان ځواکونه ورته بشپړ چمتووالى لري.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري پژواک خبري اژانس ته وويل، دا کومه نوې خبره نه ده، طالبان هر کال دا ډول عمليات اعلانوي او بيا د وسله وال پوځ له خوا ځپل کېږي.
هغه زياته کړه، څوک چې جګړې ته لمن وهي او افغانان وژني، د افغان ځواکونو دشمنان دي، دوى ورته بشپړ چمتووالى لري او له منځه به يې وړي.
دى وايي: ((جګړه د حل لاره نه ده، بايد د سولې لپاره هلې ځلې وشي، خو څوک چې د جګړې لاره خپلوي، موږ به يې وځپو.))
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې د طالبانو نوي عمليات يو خيال بللى دى.
هغه زياته کړې چې دوى پخوا هم دا ډول اعلانونه کومې پايلې يې نه درلودلې.
د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي هم وايي چې طالبانو پخوا هم د خلکو په منځ کې د وحشت او وېرې رامنځته کولو په موخه دا ډول عمليات په لاره اچولي دي او ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبلې اړولې ده.
هغه زياته کړې چې افغان ځواکونو د شفق په نوم نوي عمليات پيل کړي او وسله والو مخالفينو ته يې درانه زيانونه اړولي دي.
په ورته وخت کې مشرانو جرګې د وسله والو مخالفينو د ځپلو پر وړاندې د امنيتي ځواکونو وړتياوې وستايلې، خو ددې ځواکونو ترمنځ د همغږۍ پر نشتوالي يې اندېښنه وښوده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن