واشنګټن (پژواک، ٢٥ ورى ٩٥): امريکا د طالبانو له خوا د نوو پسرلنيو عملياتو په غبرګون کې ويلي چې دا کومه نوې او حيرانوونکې خبره نه ده.
طالبانو پرون په ټول هېواد کې د (عمري) په نوم د نوو پسرلنيو عملياتو د پيل خبر ورکړى دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند مارک ټونر په يوه خبري غونډه کې وويل چې دا کومه نوې خبره نه ده، طالبان هر کال دا ډول اعلانونه کوي.
هغه زياته کړه: ((موږ پخوا او اوس هم له افغان حکومت او د دغه هېواد له ځواکونو سره د طالبانو پر ضد مرستې کوو، څو طالبان وځپي.))
ټونر وويل چې ناټو او امريکا له افغان ځواکونو سره له نږدې کار کوي، څو وړتيا یې لوړه شي او طالبانو ښه دفاع وکړای شي.
د نوموړي په وينا، له ٢٠١٥ زېـږديز کال راهيسې افغان ځواکونه د ټولو عملياتو رهبري او قومانده په غاړه لري او دې ته به ادامه ورکوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند وايي چې د ناټو رونيز ماموريت هم په افغانستان کې روان دى او د افغان ځواکونو روزنې ته ادامه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن