ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سارک سازمان سوداګر او پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته هڅول کېږي

د سارک سازمان سوداګر او پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته هڅول کېږي

author avatar
13 Apr 2016 - 20:18
د سارک سازمان سوداګر او پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته هڅول کېږي
author avatar
13 Apr 2016 - 20:18

کابل (پژواک ٢٥ ورى ٩٥): د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې مشر له ولسمشر غني سره په کتنه کې ژمنه کړې، چې د دې سازمان سوداګر او پانګه وال به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې له مشر سورج ويديا سره، چې د ياد سازمان د سوداګرۍ او صنايعو خونو د استازو د پلاوي په مشري کابل ته راغلى و، په ارګ کې وکتل.

سرچينه کاږي، د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې مشر د کابل د امن او ښکلا د ستاينې پرمهال وويل، په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې پرېمانه فرصتونه موجود دي او افغانستان د منرالونو له پلوه بډاى هېواد دى.

سرچينه زياتوي، ولسمشر غني هغوى ته د ښه راغلاست پرمهال وويل، افغانستان د سيمې د څلورلارې په ځانګړې توګه د جنوبي او منځنۍ اسيا د نښلوونکي په توګه د سوداګرۍ لپاره مناسبه سيمه ده.

ده زياته کړه، د تاريخ په اوږدو کې د هند، بنګله دېش او سوېلي اسيا هېوادونو سوداګريز توکي د افغانستان له لارې مرکزي اسيا ته لېږدېدلي دي.

نوموړي د افغانستان له لارې له چين څخه ايران ته د اورګاډي د کرښې غځېدل د سيمې د سوداګرۍ د ودې لپاره مهم وبلل او زياته يې کړه، له ترکمنستان څخه د هېواد شمالي ولايتونو ته د اورګاډي کرښه د سيمې د سوداګرۍ د ودې لپاره ګټوره ده.

غني په فراه کې د لمريزې برېښنا د توليد په برخه کې پانګونې ته په اشارې ټينګار وکړ، چې د سارک سازمان د غړو هېوادونو استازي دې خپلو حکومتونو او هېوادونو ته د سيمې د سولې او ثبات پيغامونه يوسي.

ولسمشر له شته فرصتونو څخه پر وخت ګټه اخيستنه د سيمې د ثبات او د سوداګرۍ د ودې لپاره مهمه وبلله.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د سوداګرۍ وزير محمد همايون رسا او د ماليې وزارت د ګمرکونو معين شفيق احمد قاريزاده هم حضور درلود.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.