ښرنه (پژواک، ٢٥ ورى ٩٥): د پکتيکا ولايت ځيني اوسېدونکي او د مدني ټولني غړي وايي چې له څو ورځو راهيسې د نا معلومو دلايلو له مخې د انګور اډې- ښرنې تر منځ د غځېدلي سړک چارې په ټپه درېدلې دي.
په پکتيکا ولايت کې د ارګون فرهنګي ټولنې مشر يعقوب خان منظور پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه سړک د رغونې چارې تېر کال پيل شوې خو له تېرو څو ورځو راهيسې يې چارې په ټپه ولاړې دي.
هغه وويل: ((دا يو ډېر مهم سړک دى خو چارې د نا معلومو دلايلو له مخې ولاړې دي.))
منظور ګواښ وکړ که چېرې د دغه سړک د رغونې چارې ژر پيل نه شي نو دوى به پر پراخو لاريونونو لاس پورې کړي.
د ګل محمد په نوم د انګور اډې- ښرنې تر منځ موټر چلوونکي هم پژواک ته وويل: ((دا يوه اونۍ کېږي چې د دغه سړک کار ولاړ دى، په ځينو ځايونو کې سړک ډير خراب دى، ژر يې بايد کار بېرته شروع شي.))
دغه راز د پکتيکا د سروبې ولسوالۍ قومي مشر نورالدين پژواک ته وويل: ((يو ځل مخکې هم د دغه سړک کار درېدلى و خو بيا بېرته شروع شو او اوس دا دی بل ځل دى چې کار يې درطږي.))
ده ټينګار وکړ چې د انګور اډې- ښرنې سړک ډېر مهم دى بايد په هېڅ صورت يې کار ونه درول شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، پر دغه سړک د څو ولسواليو خلک تګ راتګ کوي او تر څنګ يې له پاکستانه سوداګريز توکې هم پرې راوړل کېږي.
د ياد سړک د جوړوونکي شرکت يوه مسوول د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل: ((د دغه سړک کار ځکه ولاړ دى چې درې مياشتې کېږي د سړک کارکوونکو او ساتونکو ته معاش نه دى ورکړل شوى.))
ده وويل کله چې د شرکت کارکوونکو او ساتونکو ته تنخواوې ورکړل شوې نو بېرته به چارې پيل کړي.
خو د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل بيا پژواک ته وويل چې د موسمي ستونزو له امله د دغه سړک د جوړونې چارې ولاړې دي.
پيرخېل وايي چې د موسمي ستونزو په حل کېدو سره به بېرته د دغه سړک د رغونې چارې پيل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن