ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوى درستيز: نوی پنځه کلن امنیتي پلان به د نا امنیو په مخنیوي کې اغېزناک تمام شي

لوى درستيز: نوی پنځه کلن امنیتي پلان به د نا امنیو په مخنیوي کې اغېزناک تمام شي

author avatar
13 Apr 2016 - 16:29
لوى درستيز: نوی پنځه کلن امنیتي پلان به د نا امنیو په مخنیوي کې اغېزناک تمام شي
author avatar
13 Apr 2016 - 16:29

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۹۵): لوی درستيز د مخالفينو د نوو عملياتو پيل جګړه ييز تبليغات وبلل او ويې ويل، حکومت د امنيت د ټينګښت په موخه پنځه کلن امنيتي پلان جوړ کړى چې د نړيوالو مرستو د جلب په موخه به د وارسا کنفرانس ته وړاندې شي.

د ناټو سرمشريزه چې ټاکل شوې د روان زېږديز کال په پاى کې د پولنډ په پلازمېنې وارسا کې جوړه شي، نړيواله ټولنه به تر ٢٠٢٠ کال پورې خپل ملاتړ له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو اعلان کړي.

همداراز د بروکسل غونډه چې د روان کال د اکتوبر په لومړيو کې جوړېږي، نړيواله ټولنه به په بېلابېلو برخو کې له افغانستانه خپل ملاتړ اعلان کړي.

د وسله وال پوځ لوی درستيز ستر جنرال قدم شاه شهيم نن په کال کې خبريالانو ته وويل چې د افغانستان امنيتي وضعيت د ښه کېدو پر لور روان دی.

هغه زياته کړه: "زموږ دښمنانو د ژمي په اوږدو کې هڅې وکړې چې د افغانستان ځينې برخې ونيسي، خو دوی خپلو شومو موخو ته ونه رسېدل او په مقابل کې يې موږ د شفق په نوم کلني عمليات پيل کړي او دا مهال د هېواد په ۱۵ ولايتونو کې دوام لري."

ده د "عمري" په نوم د وسله والو طالبانو پيل شوي عمليات جګړه ييزه تبليغات وبلل او زياته يې کړه، وسله وال پوځ د مخالفينو د هر ډول بريدونو پر وړاندې پوره چمتووالى لري.

تېره ورځ مخالفينو د عمري په نوم د خپلو کلنيو جګړه ييزو عملياتو د پيل اعلان وکړ.

امريکا هم د دغو عملياتو په غبرګون کې ويلي، دا کومه نوې او حيرانوونکې خبره نه ده او طالبان هر کال دا ډول اعلانونه کوي.

لوی درستيز دغه راز وويل: "د افغانستان د تلپاتي امنيت، د افغانستان د خلکو د ډاډ او د نړيوالې ټولنې د مرستو د جلب په موخه، موږ خپل پنځه کلن امنيتي پلان جوړ کړی، کله چې د وارسا په کنفرانس کې ګډون کوو، نو اړينه ده يو منظم پلان نړيوالې ټولنې ته وړاندې کړو."

هغه زياته کړه، دا پنځه کلن پلان د افغانستان د امنيتي وضعيت د ښه والي په موخه په ډېر دقت جوړ شوی دی او غواړي له دغه پلان سره سم په افغانستان کې تلپاتى ثبات او امنيت رامنځته کړو.

د دې تر څنګ د ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مينه پال هم نن د رسنيو په مرکز کې وويل چې په لومړي ځل د وسله وال پوځ لپاره پنځه کلن جګړه یيز پلان جوړ شوی چې په کې ټول ګواښونه تعريف شوي او پر وړاندې يې د مبارزې لارې هم مشخصې شوې دي.

هغه زياته کړه: "په ياد پلان کې دښمن تعريف شوی او له هغه سره مبارزه تعريف شوې، د افغانستان ټول هغه نکات په نښه شوي چې کېدای شي نا امن شي او يا دې هم د دښمن تر فشار لاندې راشي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.