ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بورې او اوړو بيې لوړې شوې دي

د بورې او اوړو بيې لوړې شوې دي

author avatar
14 Apr 2016 - 12:21
د بورې او اوړو بيې لوړې شوې دي
author avatar
14 Apr 2016 - 12:21

کابل (پژواک، ٢٦ ورى ٩٥): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د اوړو او بورې بيې لوړې شوې، خو د غوړيو بيه راټيټه شوې ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د لومړۍ درجه ٤٩ کيلوګرامه قزاقستاني اوړو عمده پلور بيه د مارکيت د تقاضا د لوړوالي په سبب له ١٢٢٠ افغانۍ ١٢٣٠ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

هغه وويل چې ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره د تېرې پنجشنې په څېر ١٩٢٠ افغانۍ پلورل کېږي او د ٢٥ کيلوګرامه اول سېله پاکستانۍ وريجو بيه ١٦٥٠ افغانۍ ده.

خو نوموړى وايي چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ١٦ لېتره مومن غوړيو عمده پلور بيه له ١٠٠٠ افغانيو نه ٩٨٠ افغانيو ته را ښکته شوې ده.

فضل الرحمن وويل چې د غوړو بيه د غوړو د وارداتو په سبب ټيټه شوې ده.

په ورته وخت کې د کابل ښار د منډوي يوه چاى پلورونکي احسان الله پژواک ته وويل چې نن هم د تېرو اوو ورځو په څېر د يو کيلو تور افريقايي چاى عمده پلور بيه ٢٤٠ افغانۍ او د يو کيلو شنه مدينه چاى بيه ٢٢٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د دهن باغ سيمې د خوراکي توکو يو پلورونکى هارون وايي چې نن د ٤٩ کيلوګرامه بورې پرچون پلور بيه له ٢٠٠٠ افغانۍ نه ٢١٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

نوموړي وويل چې د بورې د بيې د لوړېدو لامل دا دى چې په مارکېت کې واردات کم شوي او تقاضا زياته ده.

هارون زياتوي چې نن د پنځوس کيلوګرامه لومړۍ درجه قزاقستاني اوړو پرچون پلور بيه ١٣٠٠ افغانۍ، د ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجو بيه ١٨٠٠ افغانۍ، د ١٦ لېتره مومن غوړيو بيه ١١٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٦٠ افغانۍ او د يو کيلو شنه مدينه چاى بيه٢٥٠ افغانۍ ده.

د سون توکو بيې له کوم بدلون پرته پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يو لېتر پټرول تېلو بيه ٤١ افغانۍ او د يوه لېتر ډېزل تېلو بيه ٣٤ افغانۍ ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.