ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامه نظم پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د عامه نظم پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
14 Apr 2016 - 15:21
د عامه نظم پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
14 Apr 2016 - 15:21

فراه (پژواک، ٢٦ ورى ٩٥): د فراه ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او څو اکمالاتي ټانکرونه هم ويجاړ شوي دي.

د فراه د بالابلوک ولسوال سيد محمد وايي چې پرون  له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د وسله والو طالبانو يوې ډلې د دې ولسوالۍ په فراه رود سيمه کې د عامه نظم پوليسو پر اکمالاتي کاروان بريد وکړ.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د عامه نظم دوه پوليس وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي په دې پېښه کې ٤ ټانکر هم سوځول شوي دي.

خو د عبدالسلام په نوم يو عيني شاهد وايي چې په دې پېښه کې شاوخوا ١٠ پوليس وژل شوي او نږدې ١٥ ټانکر سوځول شوي دي.

شاهدان وايي چې په دې پېښو کې څو طالبان وژل شوي او پنځه ملکي وګړي چې ماشومان او ښځې په کې شامل دي، ژوبل شوي دي.

بلخوا تېره شپه طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ په ګنج اباد کلي کې د پوليسو پر پوسته بريد وکړ او نښته تر سهاره پورې روانه وه.

د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې نښته کې ٢١ طالبان او دوه پوليس وژل شوي او درې نور پوليس ژوبل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.