ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز- تخار د لويې لارې قوماندان ووژل شو

د کندوز- تخار د لويې لارې قوماندان ووژل شو

author avatar
14 Apr 2016 - 11:50
د کندوز- تخار د لويې لارې قوماندان ووژل شو
author avatar
14 Apr 2016 - 11:50

تالقان (پژواک، ٢٦ ورى ٩٥): د کندوز- تخار د لويې لارې قوماندان له خپلو درېيو ساتونکو سره د ناپېژانده وسله والو په بريد کې وژل شوى دى.

د فرخار ولسوال سيف الدين مشتاق د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز- تخار د لويې لارې قوماندان سمونيار عبدالقهار خرمابي له خپلو ساتونکو سره فرخار ولسوالۍ ته په لار و چې د وسله والو له کمين سره مخ شوى دى.

هغه وويل: ((د قوماندان عبدالقهار خرمابي کور د فرخار ولسوالۍ په خرماب سيمه کې دى، ده غوښتل چې کور ته لاړ شي خو په سينګان سيمه کې له کمين سره مخ شوى دى.))

مشتاق وايي چې په دغه بريد کې ياد قوماندان له خپلو درېيو ساتونکو سره وژل شوى دى.

د سينګان سيمې اوسېدونکي رجب محمد هم وويل چې په دې سيمه کې سهار نښته شوې او وروسته بيا خبر شوى چې څو پوليس په کې وژل شوي دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل احمد اسير پژواک ته وويل چې سيمې ته پلاوى لېږل شوى دى  خو اوسمهال د پېښې په اړه جزئيات نه شي ورکولاى.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د تخار د ولايتي شورا غړى عين الدين په يوه وسله واله نښته کې وژل شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.