ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عيني شاهد: د بودا مجسمو د ويجاړۍ ترخه خاطره به کله هم هېره نه کړم

عيني شاهد: د بودا مجسمو د ويجاړۍ ترخه خاطره به کله هم هېره نه کړم

author avatar
14 Apr 2016 - 14:29
عيني شاهد: د بودا مجسمو د ويجاړۍ ترخه خاطره به کله هم هېره نه کړم
author avatar
14 Apr 2016 - 14:29

باميان (پژواک، ٢٦ ورى ٩٥): د باميانو يو اوسېدونکى چې طالبانو په امر اړ کړل شوى وو چې د بودا مجسمو په نړولو کې ونډه واخلي، وايي چې د دغه کار له شرم او پښېمانۍ به د عمر تر پايه ځورېږي.

پنځه شپېته کلن سيد ميرزا چې د باميانو  په بازار کې د بايسکل مستري دى، وايي چې د طالبانو د حکومت پر مهال (٢٠٠١ کال) کې بندي و او ښه يې په ياد دي چې يوه ورځ سهار مهال طالبانو د ده په ګډون سل کسه بنديان را خوشي کړل او د بودا مجسمې په وجود کې يې د چاودونکو توکو د ځاى پر ځاى کولو لپاره وګومارل.

هغه له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل: ((کله چې هغه ورځې را يادې کړم، اوس هم د وېرې احساس کوم او هېڅکله به هم دا ترخه خاطره هېره نه کړم.))

دغه سپين ږيري زياته کړه چې طالبانو په پيل کې د بودا مجسمه په ډي سي توپ او چين لرونکو ټانکونو ووېشتله، خو کله يې چې نتيجه ورنه کړه، د بودا په ځينو برخو کې يې د چاودونکو توکو په اېښودو پيل وکړ چې دغه کار نږدې يوه مياشت وخت واخيست.

سيد ميرزا په خپلو خبرو کې د سترګو ليدلى حال داسې وړاندې کړ: ((طالبانو به له هرې چاودنې سره د الله اکبر نارې وهلې او خپل ځانونه يې بت ماتوونکو معرفي کول، له يوې سترې چاودنې سره د بودا مجسمه ځمکې ته را پرېوته، د بودا مجسمې د بشپړې ويجاړۍ لپاره طالبانو څو غوايان حلال کړل او څو جشنونه يې جوړ کړل.))

په باميانو کې د بودا دوې مجسمې چې څه باندې ١٦٠٠ کاله لرغونتوب يې درلود او د بوديزم د مهال سترې شهکارونه ګڼل کېدل، د خپل حاکميت پر مهال (د ٢٠٠١ د مارچ ١٠مه- ١٣٧٩ د کب ٢٠مه) په دې نامه ونړولې چې د بتانو شتون شرک دى، دا مجسمې د پرله پسې بريدونو او درنو ډزو په سبب ونړېدې.

ستره مجسمه صلصال نومېده چې ٥٥ متره او کوچنۍ شمامه نومېده چې ٣٣ متره لوړوالى يې درلود، دواړه مجسمې د باميانو ښار شمال ته د ورېښم لرغونې لارې په اوږدو کې د يوه غره په ډډه توږل شوې وې.

د دې پېښې يو بل عيني شاهد عباس هم وايي: ((د باميانو ښار د ګروانا له کلي تېرېدم چې ناڅاپه مې د درنې چاودنې غږ واورېد، کله چې بودا ته ورنږدې شوم، ومې ليدل چې دود او لمبې هوا ته اوچتېږي، هېڅوک هم له وېرې يو بل نه پوښتنه نه شي کولى چې څه خبره ده، خو ټول پوهېدل چې طالبانو د مجسمو د ويجاړۍ لپاره له مودو راهيسي په کار لګيا وو.))

هغه زياته کړه، د بودا خواته په کتلو مې سترګې له اوښکو ډکېدې، ددې وطن پر مظلوميت مې ژړل، ځکه چې د افغانستان يو لرغونى تاريخي اثر له منځه تللى و.

د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور او ګرځندوى امر محمد اسحق عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د بودا مجسمو په تخريب سره په حقيقت کې ملي خيانت وکړ او داسې اثار يې له منځه يووړل چې په نړۍ کې بې ساري وو.

عزيزي زياته کړه، لرغوني پېژندونکي پر دې باور دي چې که چېرې د نړېدلو مجسمو شپېته سلنه خاوره پاتې وي، د بېرته جوړېدو امکان يې شته، خو تاريخي لرغونتيا يې له منځته تللې ده.

نوموړي هيله څرګنده کړه چې يوه ورځ به دا مجسمې بېرته پر خپلو پښو ودرېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.