ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: د اروزګان د امن کولو لپاره مو ګوټلې هڅې پیل کړې دي

والي: د اروزګان د امن کولو لپاره مو ګوټلې هڅې پیل کړې دي

author avatar
14 Apr 2016 - 09:18
والي: د اروزګان د امن کولو لپاره مو ګوټلې هڅې پیل کړې دي
author avatar
14 Apr 2016 - 09:18

ترینکوټ (پژواک، ۲۶ ورى ۹۵): د اروزګان والي وایي چې وسله والو طالبانو غوښتل د دغه ولایت چارچینو او دهراوود ولسوالیو ته سقوط ورکړي خو له ماتې سره مخ شول.

د اروزګان نوي والي محمد نذير خروټي دغه څرګندونې د وري په ٢٦مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل چې موده وړاندې وسله وال طالبان په هلمند کې تر ماتې وروسته اروزګان ولایت ته راغلي او دلته یې په چارچینو او دهراوود ولسوالیو کې ډله يیز بریدونه پیل کړل.

خو د ده په وینا چې د امنیتې ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول او دغه بریدونه یې پر شا وتمبول شول.

د نوموړي په خبره، وسله وال مخالفین هڅه کوي چې په اروزګان، هلمند او زابل ولايتونو کې د ځان لپاره یوه پراخه امنه سیمه جوړه کړي؛ نو ځکه یې د اروزګان پر چارچینو ولسوالۍ بریدونه پیل کړل او د سرې قطعې په نوم ډله یې راوسته چې له ډېرو هڅو سره سره بیا هم پر دې ونه توانېدل چې خپلو موخو ته ورسېږي.

خروټي هیله وښوده چې نور به دغه ولایت د جګړو له ډګره راوځي او پر یوه امن ولایت به بدلېږي.

د والي په وینا، چې په امنیتي ځواکونو کې شته خلاوې به ډکې او ستونزي به یې هواري کړي.

هغه وایې چې په امنیتي بنسټونو کې د مکافاتو او مجازاتو کلتور په پلې کېدو سره شته ستونزې له منځه ولاړې شي.

خو خروټي دغه ستونزې په ډاګه نه کړې.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((طالبانو اوس تر بل هر وخت د جګړې توان له لاسه ورکړى او که چېرې د کوکنارو کښت پای ته هم ورسېږي بیا هم امنیتي ځواکونه د هغوی پر وړاندط جګړې ته تیارى لري.))

خروټی وایي چې ډېر ژر به د یوه تاکتیکې پلان له مخې هغه سیمې او په ځانګړې توګه د ولسوالیو لارې چې د طالبانو له خوا تړل شوې خلاصې کړي.

خروټی مني چې دا مهال د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو لارې د طالبانو له خوا له مرکز ترينکوټ سره تړلې خو وایي چې د خلاصون لپاره به یې ډېر ژر عملیات پیل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.