ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې ۱۵۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

په خوست کې ۱۵۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
14 Apr 2016 - 17:21
په خوست کې ۱۵۰ ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
14 Apr 2016 - 17:21

خوست ښار (پژواک، ٢٦ ورى ٩٥): د خوست والي وايي، دا مهال په خوست کې ۱۵۰ ښوونځي ودانۍ نه لري.

والي حکم خان حبيبي دغه څرګندونې د وري په ۲۶مه د غرغښت لېسې لپاره د نوې جوړې شوې ودانۍ د ګټې اخيستنې په غونډه کې وکړې.

ده وويل، دا مهال د خوست په مرکز او ولسواليو کې له نيمايي زيات ښوونځي سرپناه نه لري او زرګونه زده کوونکي تر سره لمر لاندې زده کړې کوي.

نوموړي زياته کړه، د دې ستونزې د هواري لپاره يې جدي هلې ځلې پيل کړې او له مرکزي دولته په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت له مسوولينو هم غواړي چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

هغه زياته کړه: ((د معارف هغه ۱۵۰ بابه ښوونځي چې سرپناه نه لري، له PDC جلسې نه خلاص او پروپوزلونه يې جوړ دي او له ځينو تمويلوونکو ادارو سره يې هم خبرې کړې دي.))

په ورته وخت کې د خوست والي او ځينو نورو دولتي چارواکو له خوا د غرغښت لېسې لپاره نوې جوړه ودانۍ هم د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د خوست د پوهنې ریيس بخت نور بختيار وايي، پر دې ودانۍ چې دوولس درسي او اداري خونې لري، څه د پاسه پنځه ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دى.

نوموړي زياته کړه، د يادې ودانۍ اويا سلنه چارې څلور کاله وړاندې بشپړې شوې وې، خو د ځينو مشکلاتو له امله يې نور کارونه پاتې و.

هغه وايي: ((په۱۳۹۰ لمريز کال کې د دې ودانۍ د بنسټ ډبره اېښودل شوې وه، خو کله يې چې کارونه ۷۰٪ سرته ورسېدل، نو قراردادي ورک شو او له هغې ورسته يې د دويم ځل لپاره قرارداد ترسره شو.))

د يادونې ده، دا مهال په خوست کې نږدې دری سوه زره زده کوونکي زده کړې کوي چې څه باندې سل زره يې يواځې نجونې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.