کابل (پژواک ٢٧ورى ٩٥) : د ملي امنيت رياست وايي چې د غزني لپاره د طالبانو لخوا نومول شوى والي د خوست ولايت په ګربزو ولسوالۍ کې ونيول شو.
دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوې دي چې ددغه رياست له لوري خپره شوې .
سرچينه وايي چې د قاري يوسف په نامه دغه تنه چې د طالبانو له خوا د غزني لپاره د والي په توګه نومول شوى و د خوست د
ولایت د ګربزو ولسوالۍ د شیخ امیر په کلي کې نيولى شوى دى.
سرچينه وايي چې قاری یوسف د یوی برید په چمتووالي بوخت و ، چې د ملي امنيت موظفينو ونيوه.
ملي امنيت زياتوي چې قاري یوسف په ښځینه جامو کی ونیول شو چی غوښتل يې له کلي څخه و تښتي.
سرچينې ددغه کس د نيونې دقيقه نېټه نه ده په ډاګه کړې .
د خوست ولايت يوې حکومتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې دوى دا تاييدوي چې د ملي امنيت ځواکونو د غزني لپاره د طالبانو نومول شوى والي د خوست د ګربزو ولسوالۍ په شيخ امير سيمه کې نيولى ، خو په دې اړه يې نور جزييات ورنه کړل .
خو وسله وال طالبان دغه خبر بې بنسټه بولي .
طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دوى د قاري يوسف په نامه د غزني لپاره والي نه لري ، بلکې د دوى د غزني والي مولوي خالد صميم نوميږي، چې روغ جوړ او په غزني کې په فعاليت بوخت دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن