کابل ( پژواک، ٢٨ ورى ٩٥) : د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې سرروزونکي انضمام الحق له خپلې دندې استعفا ورکړې او ټاکل شوې ده، چې د پاکستان په کرکـټ اداره کې نوې دنده ترلاسه کړي.
پرون رسنيو خبر ورکړى و، چې د پاکستان کرکـټ بورډ ادارې انضمام الحق د لوبغاړو د ټاکونکې کمېټې د مشرۍ څوکۍ ته وړانديز کړى دى، خو انضمام ويلي چې پر دې وړانديز غور کوي.
د افغانستان کرکـټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي د وري په ٢٨مه، د کرکټ مشهورې وېب پاڼې (کرېک انفو) سره په يوه مرکه منلې ده، چې انضمام الحق ورته استعفا ليک استولى دى.
هغه زياته کړې : (( نن د پاکستان کرکټ بورډ مشر شهريار خان ټېلېفون کړى او راڅخه يې وغوښتل، انضمام الحق پرېږدو چې نوې دنده ترلاسه کړي.))
ستانکزي ويلي، که څه هم د افغانستان کرکټ له انضمام الحق سره د ٢٠١٦ کال تر دسمبر مياشتې پورې قرارداد درلود، خو دا چې افغانان هېوادپال خلک دي، نو دې ته تيار دي، انضمام ته اجازه ورکړي، چې نوې دنده ترلاسه کړي او د خپل هېواد خدمت وکړي.
د کرکټ بورډ اجراييوي رييس زياته کړې، چې دوى د انضمام پر قرارداد له سره کتنه کوي او غواړي په ښه توګه يې پاى ته ورسوي.
د يادونې ده چې انضمام الحق تېر کال زمبابوې ته د ملي لوبـډلې له سفر څخه مخکې د روزونکي په توګه له افغانستان کرکـټ بورډ سره قرارداد لاسليک کړى و.
د هغه د روزنې پر مهال افغانستان وکولى شول، چې له زمبابوې څخه د هغوى په کور او بيا په متحده عربي اماراتو کې د يو ورځني کرکټ او شل اووريزو سياليو لړۍ وګټي.
دغه راز د کرکټ ملي لوبـډلې د انضمام الحق په شتون کې د کرکـټ په تېر نړيوال شل اووريز جام کې هم ښه وړتيا وښوده او ددې جام اتلې لوبـډلې ويسټ انډيز ته يې ماتې ورکړه.
د کرکټ لوبې شنوونکى او د لوبې مجلې مسوول مدير رحيم ګل څاروان وايي، چې د انضمام په شتون کې افغانستان ښې لوبې کړي او ګټلې دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د انضمام په راتګ سره د افغان لوبغاړو د توپوهنې په برخه کې ډېر پرمختګ وکړ او د کرکټ لومړۍ درجې هېوادونو ته ماتې ورکړي.
خو څاروان وايي، چې اوس افغان لوبډله پياوړې شوې او د نړۍ هر پياوړى روزونکى يې روزنې ته لېوالتيا لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن