ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسيې د افغان سولې پروسې څخه ملاتړ وکړ

روسيې د افغان سولې پروسې څخه ملاتړ وکړ

author avatar
16 Apr 2016 - 17:53
روسيې د افغان سولې پروسې څخه ملاتړ وکړ
author avatar
16 Apr 2016 - 17:53

کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥) :په کابل کې د روسيې سفير الکساندر مانتيتسکي ويلي چې هېواد يې د افغانستان له سولې پروسې څخه ملاتړ کوي.

نوموړي دغه څرګندونې د وري په ٢٨مه، د حکومت د اجراييه رياست له لومړي مرستيال انجنير محمد خان سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

د اجراييه رياست د لومړي مرستيال له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي  چې په دغه ليدنه کې دواړو لورو په دوه اړخيزو همکاريو ټينګار وکړ او د سيمې او افغانستان امنيت يې د ټولې سيمې په ګټه وباله .

سرچينې زياته کړې، دوى هيله څرګنده کړه، چې د سولې روانې خبرې به په پوره برياليتوب سره سرته ورسيږي.

د روسيې سفير د دې ليدنې پر مهال يو ځل بيا د افغان سولې له بهير څخه د خپل هېواد د پوره ملاتړ ډاډ ورکړ او د افغانستان د حکومت له وسله والو مخالفينو يې وغوښتل، چې په ياده پروسه کې ګډون وکړي، څو په افغانستان کې سرتاسري سوله رامنځ ته شي.

د اجراييه رياست لومړي مرستيال د روسيې له تېرو ۱۴کلونو مرستو څخه مننه وکړه او له ياد هېواد څخه يې وغوښتل، چې د ملي يووالي له حکومت سره په امنيتي، سياسي او سوداګريزو برخو کې هر اړخيزې مرستې وکړي، ترڅو په افغانستان کې شته ستونزې له منځه لاړې شي.

محمدخان له روسيې سره په سوداګريزه راکړه ورکړه ټينګار وکړ او ياد هېواد ته يې په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه، تر څو له دغې لارې د بې کارۍ او له هېواده د ځوانانو د وتلو مخه ونيول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.