ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې درې ملکي وګړي وژل شوي

په زابل کې درې ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
16 Apr 2016 - 13:01
په زابل کې درې ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
16 Apr 2016 - 13:01

کلات (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥) : چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون مازديګر د کلات ښار اړوند د ترنک سيند تر څنګ په مېله ځاى کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د جمعې په ورځ يادې سيمې ته ډېر خلک د ساعت تېرۍ او لوبو لپاره ورځي، هلته ځوان د کرکټ، واليبال او فوټبال لوبې هم کوي.

فراهي وويل چې پرون مازديګر وسله وال مخالفين پر خلکو يې ډزې کړې چې له امله يې د کرکټ يو سيمه ييز لوبڅار او دوه ملکي وګړي وژل شوي، يو پوليس او دوه نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، بريدګر له سيمې تښتېدلى او پوليس يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.