ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ځينو ولايتونو کې ليليه لېسې جوړېږي

په ځينو ولايتونو کې ليليه لېسې جوړېږي

author avatar
16 Apr 2016 - 09:27
په ځينو ولايتونو کې ليليه لېسې جوړېږي
author avatar
16 Apr 2016 - 09:27

کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥): ولسمشر وایي سږ به د لومړي ځل لپاره نورستان د قير سړک لرونکى شي او د نورستان تر څنګ به په ځينو ولايتونو کې د نا امنو سیمو زده کوونکو ته لیلیه لېسې هم جوړې شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني تېره ورځ ناوخته د نورستان له یو شمېر مشرانو او دیني عالمانو سره په ارګ کې وکتل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازي مولوي احمدالله موحد او حاجي محمد صبور د نورو په استازیتوب د امنيت، پوهنې، روغتیا، لویو لارو جوړولو او په سیمه ییزه اداره کې د فساد د شتون ستونزې له ولسمشر سره شريکې کړې او غوښتنه يې وکړه چې په دغه ولايت کې يوه ليليه لېسه جوړه شي.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر وويل چې  سږ کال به د لومړي ځل لپاره نورستان د قیر سړک لرونکی شي او دى به په خپله د یاد سړک د قیر کولو بهیر وڅاري.

ده غوښتنه کړې چې ولسونو هم د سړک چارې وڅاري.

په خبرپاڼه کې د ياد سړک په اړه جزئيات نه دي وړاندې شوي.

سرچينه زياتوي چې ولسمشر د چارو ادارې ته لارښوونه وکړه چې په نورستان کې د سړکونو د جوړولو په برخه کې د غبن اړوند ادعاوې دقیقې وڅېړي.

هغه ژمنه کړې چې د غبن د شتون پر مهال به جدي اقدام وکړي.

غني د لیلیه لېسې د جوړولو په اړه د نورستان د خلکو غوښتنه معقوله بللې او ويلې يې دي چې د پوهنې وزارت امکاناتو ته په پام به د نورستان په ګډون په ځینو ولایتونو کې د نا امنو سیمو د زده کوونکو د ستونزو د حل په موخه لیلیه لېسې جوړې شي.

جمهور ريیس غني په سیمه ییزو ادارو کې د اصلاحاتو لپاره ولسي اجماع مهمه بللې او له ولسونو یې غوښتي چې په يووالي سره  د فساد د مخنیوي په موخه د اصلاحاتو ملاتړ وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني امنیتي ستونزو ته په اشارې ويلي چې تېر کال سخت کال و، خو سږ کال دولت هوايي ځواک هم لري، چمتووالي هم نيول شوي دي.

ده په ياده کتنه کې د امنیت د ټينګښت په برخه کې د ولسونو په مرسته ټینګار کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.