اسعد اباد (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥) : د کونړ د عامې روغتيا رياست وايي چې په دغه ولايت کې د ګوزڼ يا پوليو دويمه پېښه ثبت شوې ده.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست سرپرست رييس ډاکټر احسان اللله فضلي د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د شيګل ولسوالۍ د شلطن درې په ونډ کلي کې ثبت شوې ده.
هغه زياته کړه چې د يادې سيمې د اوسېدونکي عبدالولي يو کلن زوى د پوليو يا ګوزڼ پر ناروغۍ اخته او له دوى سره ثبت شوې ده.
د ډاکتر فضلي په وينا، په دې ولسوالۍ کې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د ګوزڼ واکسين نه ځکه نه دى تطبيق شوى، چې وسله وال مخالفين يې مخه نيسي.
دى وايي چې د کونړ ولايت په اتو ولسواليو کې دوى د پوليو د کمپاين په تطبيق کې ستونزې لري او د هر کمپاين پر مهال شاوخوا اته نيم زره ماشومان د پوليو له څاڅکو څخه بې برخې پاتې کېږي.
ډاکټر فضلي د نوې پېښې رامنځته کېدل همدا لامل په ګوته کړ.
دى وايي چې دا د هېواد په کچه په ٢٠١٦ کال کې درېيمه قضيه ده، چې ثبتېږي. تېر کال په کونړ کې دوه پېښې او په ټول هېواد کې ٢٠ پېښې ثبت شوې وې .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن