ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اقتصاد عالي شورا کې له کثافاتو څخه د انرژي د توليد پر طرحې بحث وشو

اقتصاد عالي شورا کې له کثافاتو څخه د انرژي د توليد پر طرحې بحث وشو

author avatar
17 Apr 2016 - 19:04
اقتصاد عالي شورا کې له کثافاتو څخه د انرژي د توليد پر طرحې بحث وشو
author avatar
17 Apr 2016 - 19:04

کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٥): د ولسمشرۍ غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا له کثافاتو څخه د انرژي د توليد پر طرحې بحث وکړ.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه غونډه نن په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، د غونډې په پیل کې د سویس ګروپ یوه غړي له کثافاتو څخه د انرژي د تولید طرحه وړاندې کړه او ويې ويل، چې د کثافاتو سوځول چاپېریال ساتنې ته ناوړه زیانونه لري او راوړل شوې نوې ټکنالوژي له کثافاتو څخه انرژي تولیدوي.

ده زیاته کړې، نوې ټکنالوژي دا ظرفیت لري چې هر ډول کثافات د برېښنا په انرژي بدله کړي او د افغانستان په هره نقطه کې د ګټې اخیستنې وړ ده.

د اقتصاد عالي شورا له سویس ګروپ څخه غوښتي چې خپله طرحه تیاره کړي، ترڅو حکومت د چاپېریال ساتنې په برخه کې له فعالو بنسټونو څخه د هغه مالي منابع ترلاسه کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، غونډې ته د کرنې او مالدارۍ وزیر د طبیعي ځنګلونو د احیا او د ښارونو د شینوالي د پیاوړتیا ملي برنامه وړاندې کړه.

هغه وویل، دا برنامه د پایدار معیشت د ښو بدیلونو د رامنځته کولو، د تخریبونو د کموالي، د ځنګلونو د پرې کولو د مخنیوي، د نباتاتو د پوښښ د پیاوړتیا او د ژوند د تنوع او د طبیعي پېښو د مخنیوي په موخه مطرحه شوې ده.

د دې برنامې په اساس، اتیا زره هکتار ځنګلونه احیا او ساتل کېږي او د ښځو لپاره د نيالګيو د پالنې په برخه کې ۳۰۰ پروژې برابرېږي. همدارنګه دا پروژه ۴۰۰ تخنیکي کارکوونکو ته کار ایجادوي او ۱۴، ۴ میلیون کاري ورځې له ځانه سره لري. دا پروژه ۳۰زره کورنیو ته اوږدمهال شغل او په منځنۍ اندازه ۳،۱ میلیون کورنیو ته عاید برابروي.

سرچينه زياتوي، دا طرحه په پرنسیپ کې تائید شوه او پرېکړه وشوه، چې لومړۍ پانګونه دې مالیې وزارت برابره کړي، خو د مرستو په جلب کې دې هم هڅې وکړي.

غونډې ته د چرګوړو سکتور د خودکفایي لپاره د پانګونې پروپوزل هم وړاندې شو او د اقتصاد عالي شورا په دې هکله د عملي طرحې غوښتنه وکړه او کرنې وزارت ته یې لارښوونه وکړه، چې د چرګوړو فارمونو په برخه کې په لومړي ګام کې له خصوصي سکتور سره کار وکړي.

د خبرپاڼې په حواله، د غونډې په پای کې نجات حیدر او مصطفی نوری شرکت په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د سړو خونو د جوړولو موضوع مطرحه کړه. یاد شرکت  د درې میلیون ډالرو په ارزښت د لس زره ټنه ظرفیت لرونکې سړه خونه جوړوي.

د اقتصاد عالي شورا پرېکړه وکړه، چې یاد شرکت ته دې د ځمکې ورکولو په برخه کې همکاري وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.