ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې ۳۸ ټولګټې پروژې بشپړې شوې

بلخ کې ۳۸ ټولګټې پروژې بشپړې شوې

author avatar
17 Apr 2016 - 15:27
بلخ کې ۳۸ ټولګټې پروژې بشپړې شوې
author avatar
17 Apr 2016 - 15:27

مزارشريف (پژواک، ۲۹ وری ۹۵): د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د ملي پيوستون د پروژو په لړ کې د ۳۸ ټولګټو پروژو چارې بشپړې شوې.

د شمال زون د ملي پيوستون مطبوعاتي او د عامه اړيکو مسوول احمد فريد سعادت د وري په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغو پروژو چارې د کليو او پراختيا وزارت له خوا د ۸۲ ميليونه او ۱۸۹زره افغانيو په لګښت بشپړې شوې.

هغه وايي، په يادو پروژو کې د ۱۹ ټولنيزو مرکزونو او د لسو ښوونځيو ودانيو او د يوه ښوونځي د انګړ د ۱۸۳ متره دېوال جوړېدل شامل دي.

همداراز په دې پروژو کې په څه کم ۷ کيلومتره سړک چغل اچونه او په اوږدو کې يې د ۱۱۳ پولګوټو جوړېدل شامل دي.

د ده په وينا، له ياد پروژو څخه د بلخ د چمتال ولسوالۍ د ۳۷ کليو ۹۳۶۱ کسان ګټه اخلي.

د چمتال اوسېدونکي شفيق الله پژواک ته وويل، که څه هم د يادو پروژو په لړ کې د ځينو ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې؛ خو لا هم زيات ښوونځي ودانۍ نه لري چې له امله يې درسي پروګرامونه له ستونزو سره مخامخ دي.

فريد احمد سعادت وايي، په بلخ ولايت کې د ملي پيوستون د پروژو په لړ کې ۹۳۴ کلي تر پوښښ لاندې راغلي، چې تر دې دمه يې ۲۲۴۶ پروژې بشپړې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.