لښکرګاه (پژواک، ۲۹وری ۹۵): د هلمند نوی والي وايي چې د امنيت ټينګښت، ښه حکومتولي، له فساد سره مبارزه، په پوځي او ملکي برخو اصلاحات يې له کاري لومړيتوبونو څخه دي.
د هلمند نوي والي حيات الله حيات دغه څرګندونې د وري په ٢٩مه په لښکرګاه ښار کې د ده د پېژدنې په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.
ده وويل چې هلمند ته د يو باصلاحيته والي په توګه ورغلى او په ټولو برخو کې به اصلاحات راولي.
هغه زياته کړه: ((زه دې ولايت ته له صلاحيت سره راغلى يم او له ټولو مسوولينو سره به د قانون په چوکاټ کې حساب کوم.))
ده وويل چې د پوهنې، روغتيا، ښې حکومتولۍ، له اداري فساد او غاصبينو سره د مبارزې او په پوځي او ملکي برخو کې يې د اصلاحاتو په موخه منظم پلانونه جوړ کړي دي.
حيات وايي: ((د بادارۍ فرهنګ ختموم، د پروژو او قراردادونو د څېړنو لپاره اداره را منځته کوم، قانون ماتوونکي نیسم او په دې برخو کې بیا د هېڅ ډول واسطې لارې چارې هم نه پرېږدم.))
هغه وويل چې د يو منظم امنيتي پلان له مخې به په دغه ولايت کې له لاسه وتلې سيمې بېرته له وسله والو مخالفينو څخه ونيسي.
د هلمند نوي والي دا هم وويل چې د نورو برخو تر څنګ به د بُست تصدۍ، د کجکي برېښنا بند او نورو فابريکو ته اړينه پاملرنه وکړي.
نوموړي له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.
په دې غونډه کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد معین فقیر وویل، د تېر کال په پرتله سږ کال په هلمند کې امنيتي ستونزې کمې شوې دي.
خو هغه د امنيتي ستونزو د کموالي دلايل په ګوته نه کړل خو زياته يې کړه چې په ډېرو سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات روان دي.
خو په دې غونډه کې په مشرانو جرګه کې د هلمند استازي محمد هاشم الکوزي وويل چې اوسمهال د هلمند ولايت څلورمه برخه خاوره له دولت سره ده .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن