ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مزارشریف ښار په جوماتونو کې د امامانو ګومارنې لپاره ازموینه واخیستل شوه

د مزارشریف ښار په جوماتونو کې د امامانو ګومارنې لپاره ازموینه واخیستل شوه

author avatar
17 Apr 2016 - 12:15
د مزارشریف ښار په جوماتونو کې د امامانو ګومارنې لپاره ازموینه واخیستل شوه
author avatar
17 Apr 2016 - 12:15

مزارشريف (پژواک، ۲۹ وری ۹۵): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې په جوماتونو کې د دولت ضد تبليغاتو د مخنيوي لپاره د امامانو د ګومارنې په موخه ازموينه واخيستل شوه.

د بلخ د حج او اوقافو په رياست کې د وري په ۲۹مه د مزارشريف ښار په جوماتونو کې د امامت لپاره له ۲۰۰ ديني عالمانو ازموينه واخيستل شوه.

د دغه ولايت د حج او اوقاف رييس مولوي محمود دانشجو د يادې ازموينې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پروسه د حج او اوقافو وزارت د اصلاحاتي پروګرام لړۍ ده چې له بلخ ولايته پيل شوه.

نوموړي زياته کړه چې د مرکز مزارشريف ښار په جوماتونو کې د امامت لپاره له ۲۰۰ ديني عالمانو څخه ازموينه واخيستل شوه.

نوموړي زياته کړه چې له دغو ديني عالمانو به ۲۵ تنه د ښار په جوماتونو کې د امامت لپاره وټاکل شي.

هغه وايي، له ازموينې پاتې ديني عالمان به په راتلونکي کې د مزارشريف ښار په جوماتونو کې پر امامت وګومارل شي.

د حج و اوقاف رييس دانشجو وويل چې له ياد پروګرامه يې موخه په جوماتونو کې د دولت پر ضد د تبليغاتو مخنيوی دی.

نوموړي زياته کړه چې که څه هم د بلخ په جوماتونو کې د دولت ضد تبليغاتو کچه خورا کمه ده؛ خو بيا هم دوی هڅه کوي چې په جوماتونو کې وړتيا لرونکي ديني عالمانو په امامت وګومارل شي.

مولوي امان الله، چې په ازموينه کې يې برخه اخيستې وه پژواک ته وويل چې د ياد پروګرام په پلي کېدو به په جوماتونو کې د امام د ګومارنې يو چوکاټ رامنځته کېږي.

نوموړي زياته کړه چې که ديني عالم په ټاکلي وخت، خلکو ته سمه لاره په ګوته کړي، نو ډېرې ستونزې به حل ومومي.

هغه وايي چې دوی د خپل دولت تر څنګ ولاړ دي او د اسلامي احکامو په رڼا کې د خپل دولت ملاتړ کوي او باور پرې لري.

د حج او اوقاف رييس وويل چې په مزارشريف ښار کې ټول جوماتونه د دوی تر څارنې لاندې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.