ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سېلاب سمنګانو کې پنځه تنه وړي او مالي زيانونه يې اړولي دي

سېلاب سمنګانو کې پنځه تنه وړي او مالي زيانونه يې اړولي دي

author avatar
17 Apr 2016 - 11:53
سېلاب سمنګانو کې پنځه تنه وړي او مالي زيانونه يې اړولي دي
author avatar
17 Apr 2016 - 11:53

کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٥): د سمنګانو ولايت په "دره صوف پايين" او حضرت سلطان ولسواليو کې سېلابونو پنځه تنه وړي او لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه يې زيانمنه کړې ده.

د دره صوف پايين ولسوالۍ اجرايي امر انجنير محمدقربان پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا شپږ بجې د سختو بارانونو له امله راغلو سېلابونو د دې ولسوالۍ په بېلابېلو کليو کې زيانونه واړول.

هغه وويل چې سېلابونو يوه نهه کلنه نجلۍ او يو ١١ کلن هلک چې خور او ورور وو، د دې ولسوالۍ په "ددک" سيمه، يو پنځوس کلن سړى په "زيرکي" کلي او دوه باروړونکي موټر له يو موټر چلوونکي سره د "پل نمبريک" په سيمو کې وړي دي.

سرچينه زياتوي چې تر اوسه ( له غرمې مخکې لس نيمې بجې) ياد کسان نه دي موندل شوي.

ده وويل چې سېلاب په "پل نمبريک" سيمه کې شاوخوا سل متره سړک هم تخريب کړى چې له امله يې د دره صوف پايين – مزارشريف لار هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

هغه وايي، چې په يادو سيمو کې لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم تخريب شوې ده.

سېلابونو په حضرت سلطان ولسوالۍ کې هم زيانونه اړولي دي.

د حضرت سلطان ولسوال سراج الدين فطرت وايي چې د تېرې ورځې سېلاب د حضرت سلطان په "شولکتو" سيمه کې يو ماشوم د هغه له زانګو سره وړى او تر اوسه نه دى موندل شوى.

 د هغه په وينا، سېلابونو د دې ولسوالۍ په نهو کليو کې مالي زيانونه اړولي او کرنيزې ځمکې يې تخريب کړې دي.

يادې سرچينې زياتوي چې د سېلاب وړيو کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

د سمنګانو ولايت له پېښو سره د مبارزې رييس رجب علي يوسفي، هم تاييد کړه چې په يادو دوو ولسواليو کې د مالي زيانونو تر څنګ پنځه تنه سېلاب وړي.

دى زياتوي چې سېلابونو د دې ولايت د مرکز ايبک او خرم سارباغ ولسوالۍ په ځينو سيمو کې هم زيانونه اړولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.