ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدنی فعالان: د “ستايش قريشي” قاتل دې اعدام شي

مدنی فعالان: د “ستايش قريشي” قاتل دې اعدام شي

author avatar
17 Apr 2016 - 16:41
مدنی فعالان: د “ستايش قريشي” قاتل دې اعدام شي
author avatar
17 Apr 2016 - 16:41

باميان (پژواک، ٢٩ورى ٩٥): مدني فعالانو د يوه لاريون په ترڅ کې په ايران کې د کډوالې نجلۍ ستايش قريشي وژنه غندلې، د دې قضيې د تعقيب او د وژونکي د سختو مجازاتو غوښتنه يې کړې ده.

د ايران په پلازمېنه کې يوه ايراني کډوال شېراغا قريشي بي بي سي ته ويلي چې شپږ کلنه لور يې (ستايش قريشي) د ګاونډي د ځوانکي زوی له خوا تښتول شوې او وروسته په ناوړه ډول وژل شوې ده.

د هغه په خبره چې ستايش تېره اوونۍ يکشنبې (د وري ٢٢مه) د کور له يوې نږدې مغازې نه  د ايسکريم د پېرلو لپاره ووته، خو بيا هېڅکله هم کور ته را ستنه نه شوه.

د ستايش د پلار په خبره، د لور له ورکېدو يې يوه ورځ وروسته پوليسو خبر ورکړ چې د ده ګاونډي هلک يې لور تښتولې او وروسته يې وژلې ده.

په ځينو ايراني رسنيو کې راغلي چې شکمن کس پر ستايش تر وژلو وړاندې جنسي تېرى کړى او تيزايب يې پرې شيندلي دي، خو قريشي وويل چې په دې اړه د عدلي طب راپور ته انتظار دى چې تر اوسه يې نه دى ترلاسه کړى.

د ايراني رسنيو په خبره، نيول شوى شکمن کس ١٧ کاله عمر لري، د ايران وګړى دى او د پوليسو له لوري نيول شوى.

د ښځو او نارينه وو په ګډون د باميانو لسګونو مدني فعالانو نن په باميانو ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې د ستايش قريشي وژنه پر کلکو ټکو وغندله او د دې عمل په غبرګون کې يې يو پرېکړه ليک صادر کړ.

په پرېکړه ليک کې د ايران او افغانستان له دولتونو غوښتنه شوې چې د دې وژنې قضيه په جدي ډولت وڅېړي.

په پرېکړه ليک کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (يونيسف)، د دې سازمان د بشري حقونو څانګې او د بشري حقونو نورو نړيوالو ادارو نه غوښتنه شوې چې د ستايش د وژونکي له عادلانه محاکمې څارنه وکړي.

په پرېکړه ليک کې راغلي چې قاتل درې جرمونه لکه جنسي تېرى، د ستايش سوځول او جنسي تېرى تر سره کړي او دوى ورته د تر ټولو سختو مجازاتو غوښتنه کوي.

په باميانو کې د مدني بنسټونو د ټولنې (مجما) مشر حسين داد احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ايران د دولت چوپتيا د دې قضيې په برخه کې د عدالت د پلي کېدو په برخه کې اندېښني زياتوي.

په باميانو کې د ښځو د حقونو يوې فعالې او د ننني لاريون ګډونوالې  صغرا عطايي  وويل چې د ستايش وژنه په ايران کې د افغان کډوالو د وژنې يوه بېلګه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.